صدر مملكت آصف علي زرداري سره د اے ډي پورټس ګروپ منيجنګ ډائرېكټر او ګروپ سي اي او كيپټن محمد جمعه الشامسي د خيرسګالۍ ملاقات

ابوظهبي 27 جنوری(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د اے ډي پورټس ګروپ منيجنګ ډائرېكټر او ګروپ سي اي او كيپټن محمد جمعه الشامسي د نهې په ورځ د خيرسګالۍ ملاقات كړے دے ۔ صدر مملكت د اے ډي پورټس ګروپ اوږد مهاله سرمايه كارۍ او د پاكستان بحري و لاجسټكس په څانګه كښې د هغوي زيات شوے كردار وستائېلو او دا يې د پاكستان-متحده عرب امارات اقتصادي …

ابوظهبي 27 جنوری(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د اے ډي پورټس ګروپ منيجنګ ډائرېكټر او ګروپ سي اي او كيپټن محمد جمعه الشامسي د نهې په ورځ د خيرسګالۍ ملاقات كړے دے ۔ صدر مملكت د اے ډي پورټس ګروپ اوږد مهاله سرمايه كارۍ او د پاكستان بحري و لاجسټكس په څانګه كښې د هغوي زيات شوے كردار وستائېلو او دا يې د پاكستان-متحده عرب امارات اقتصادي مرستې له يوه مهمه ستن وګرځوله ۔ده د كراچۍ په بندر ګاه د ګروپ روانه سرمايه كاري د بندرګاهي صلاحيت٬كاركردګۍ او سيمه ايز مسابقت كښې اضافې لپاره مهمه وګرځوله ۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې ډلو په دې خبره اتفاق وكړو چې د بندر ګاهي انفراسټركچر پراختيا او جديد كارۍ څخه به تجارتي بهاؤ لا قوي شي او د پاكستان تر پراخه معاشي پرمختګ او سمندري تجارت ته به وده ترلاسه شي۔صدر مملكت اسلام آباد كښې اے ډي پورټس ګروپ نمائنده دفتر جوړولو هركلے وكړو او د تجارتي كاركردګي ښه كولو لپاره يې د ډيجيټل او كسټمز سهولت كارۍ په اقدامات د ګروپ مرسته وستائېله۔په ملاقات كښې وړومبۍ ميرمن بي بي آصفه بهټو زرداري٬د قامي اسمبلۍ غړے او د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري او د متحده عرب امارات كښې د پاكستان سفير هم موجود وو۔

مزید خبریں