په تيراه كښې كوم پوځي آپرېشن نه كيږي٬هلته د واورې ورېدو او سختې يخنۍ له امله د خلقو كډه كول يو معمول دے ۔د دفاع وزير خواجه آصف

اسلام آباد 27 جنوری(اے پی پی)د دفاع وزير خواجه آصف واضحه كړې ده چې تيراه كښې كوم پوځي آپرېشن نه كيږي٬هلته د واورې ورېدو او سختې يخنۍ له امله د خلقو كډه كول د معمول برخه ده كومه چې د څو لسيزو څخه كيږي٬وادي تيراه كښې دا مهال هم 500 څخه زيات د ټي ټي پي خلق د خپلې كورنۍ سره اوسېږي٬د مشرانو جرګې او صوبائي حكومت ترمينحه د ملاقاتونو …

اسلام آباد 27 جنوری(اے پی پی)د دفاع وزير خواجه آصف واضحه كړې ده چې تيراه كښې كوم پوځي آپرېشن نه كيږي٬هلته د واورې ورېدو او سختې يخنۍ له امله د خلقو كډه كول د معمول برخه ده كومه چې د څو لسيزو څخه كيږي٬وادي تيراه كښې دا مهال هم 500 څخه زيات د ټي ټي پي خلق د خپلې كورنۍ سره اوسېږي٬د مشرانو جرګې او صوبائي حكومت ترمينحه د ملاقاتونو نه پس 5 ارب روپۍ د دې كډې كولو لپاره بيلې كړې شوي٬په دې ټول عمل كښې پاك پوځ چرته هم نشته٬ په تيراه كښې په 12 زره ايكړه زمكه بهنګ كرلې كيږي او د دغې ګټه هم ټي ټي پي ته ځي٬ د پي ټي آئي حكومت د خپلو ناكامو ملبه په پاك پوځ اچول غواړي٬ د كے پي حكومت دې د تيراه پشمول 7 واديو خلقو ستونزې خپل سياسي پوائنټ سكورنګ لپاره استعمالولو څخه ډډه وكړي۔ده د نهې په ورځ پي ټي وي هيډكوارټر كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ او د خېبرپښتونخوا د وزيراعظم د اطلاعات كوآرډينيټر اختيار ولي خان سره پرېس كنفرنس ته خطاب كولو۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئېل پاك افغان پولې سره د وادي تيراه پشمول 7 وادۍ داسې دي چرته چې هر كال د واورې ورېدو سيزن كښې خلق د 4 نه تر 5 مياشتو لپاره كډه كوي او سږ كال هم د تيراه خلقو كډه كړې او د دې څخه وړاندې د مشرانو جرګې د كے پي حكومت سره د دسمبر په 11مه نيټه٬ د دسمبر په 24مه او بيا د دسمبر په 26مه نيټه ملاقاتونه شوي ٬ د دغې په رڼا كښې د كے پي حكومت 4 اربه روپۍ مائيګرېشن پیيكج هم بيل كړے او نوټيفيكېشن يې هم جاري كړے٬دغې مشيرانو وړومبے د ټي ټي پي سره هم ملاقات كړے او د اتفاق نه پس يې صوبائي حكومت سره خبرې شوي نو په دې كښې زمونږ څه قصور دے۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئېل د ملټري آپرېشن په مهال زيات زيان كيږي ځكه ډېر وخت وړاندې وړومبے پاك پوځ د آپرېشنز په ځاے خاص انفارمېشن بيسډ آپرېشن پیل كړي چرته چې د ترهه ګرو د شتوالي اطلاع كيږي هلته آئي بي او وي او كيږي به۔ده ووئيل صوبائي حكومت خو باور وركړے ؤ چې د وادي تيراه پشمول په 7 واديو كښې روغتونونه٬پوليس سټېشن٬تعليمي ادارې جوړولې شي خو تراوسه هيڅ نه دې وركړے شوي ۔ د دغې سيمې خلقو ته ده ووئيل تيراه يواځنۍ سيمه ده چرته چې په يو كال كښې په 12 زره ايكړ زمكه بهنګ كرلې كېږي ٬ټي ټي پي د دې ګټه خوري٬كے پي كے حكومت او ټي ټي پي سره په ګډه دا سورس كاروي۔د وزيراعظم د خېبرپښتونخوا د اطلاعات كوآرډينيټر ووئېل پي ټي آئي په اسصل كشې 4 اربه روپۍ خوړولو لپاره دا ډرامه كوي٬هغوي هم داغسې پراجيكټ جوړوي او په دې كښې ګټه كوي۔ده ووئيل تيراه څخه هجرت كښې پاك پوځ چرته هم نشته ٬ د كوم سبب نه غېر دنډوره كوي۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئېل د تيراه خلقو هجرت په اړه نوټفيكېشن د كے پي حكومت خپل دے٬دې سره د وفاقي حكومت يا پوځ كوم تعلق نشته ۔ده انكشاف وكړو چې د كے پي حكومت د سر خلق هغسې ټي ټي پي ته قلنګ وركوي٬دا مهال هم په تيراه كښې 500 د ټي ټي پي وكړي موجود دي او دا هم هغه دي كوم چې په كال 2021 كښې بيا كے پي كے ته راوستلې شوي وو ۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې خواجه محمد آصف ووئيل د انضمام شوو سيمو د پريكړې په بېرته اغستو كوم تجويز غور نه كيږي۔ده ووئيل دا هم په ريكارډ ده چې د دوو درېو كلونو نه په ترهه ګرۍ كښې اضافه شوې٬ د پاك پوځ افسرانو٬ځوانانو د شهادت او د وژلے شوو ترهه ګرو شمېره هم زياته ده

مزید خبریں