د ګاډو په تورو شيشو د 50 زره روپو د جرمانې قانون موجود دے۔طلال چوهدري

اسلام آباد 27 جنوری(اے پی پی)د كورنيو چارو وزير مملكت سينيټر طلال چوهدري وئېلي دي پاكستان د نړۍ پنځم لويې هېواد دے او د امن او امان لحاظ سره لاهور د لندن څخه زيات محفوظ دے٬د ګاډو په تورو شيشو 50 زره روپۍ د جرمانې قانون موجود دے ځكه چې اوس دا يو ضرورت په ځاے فيشن جوړ شوے ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د د كورنيو چارو سينيټ قائمه …

اسلام آباد 27 جنوری(اے پی پی)د كورنيو چارو وزير مملكت سينيټر طلال چوهدري وئېلي دي پاكستان د نړۍ پنځم لويې هېواد دے او د امن او امان لحاظ سره لاهور د لندن څخه زيات محفوظ دے٬د ګاډو په تورو شيشو 50 زره روپۍ د جرمانې قانون موجود دے ځكه چې اوس دا يو ضرورت په ځاے فيشن جوړ شوے ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د د كورنيو چارو سينيټ قائمه كمېټۍ غونډه كښې بريفنګ وركولو په مهال وكړه ۔وزير مملكت ووئيل 10 كاله وړاندې جاري شوي سرټيفكيټس غلط استعمال شوي ٬اوس خلق د اسكن رنځ په بهانه تورې شيشې استعمالوي ځكه چې د ايكسائز ايكټ له مخې د دې په ضد كاروائي كيږي۔ده كمېټۍ ته استدعا وكړه چې د تورو شيشو په اړه وفاق او صوبو كښې كوم متفقه پالېسي نشته كمېټي دې مونږ ته لارښونه وكړي۔طلال چوهدري ووئيل ترهه ګر اوس د طمانچې په ځاے د سوشل ميډيا سهارا اخلي او د هېواد په ضد د منفي ټرينډ برخه جوړېدونكې به قانون سره مخ كولې شي۔د غونډې په مهال د كمېټۍ چيئرمېن ووئيل تر څو چې كومه حتمي پالېسي نه جوړيږي٬په وګړو لويې جرمانه عائد كول مناسب نه دي۔په غونډه كښې سينيټر ثمينه ممتاز او سينيټر طلحه محمود په هېواد كښې د امنيت صورتحال او پوليس په كاركردګۍ د تحفظات څرګندونه وكړھ۔سينيټر طلحه محمود ووئيل د هېواد په بيلو برخو كښې د امن او امان سنګينې مسئلې موجود دي كومې چې نظرانداز كېدې نه شي۔وزير مملكت ځواب وركړو چې د ريپ پشان پیښې په ټوله نړۍ كښې كيږي خو د پاكستان مجموعي صورتحال د نړيوالو ښارونو په مقابل كښې ښه دے

مزید خبریں