اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ وئيلي دي د خېبر ضلعې قبائل د يخنۍ په موسم كښې كډه كوي٬ د صوبائي حكومت وياند په دې لړ كښې په بې بنسټه بيانونو وركولو كښې بوخت دے۔ د نهې په ورځ د دفاع وزير خواجه آصف او خېبر پښتونخوا لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر اختيار ولي سره پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې …
د خېبر ضلع قبائل د يخنۍ په موسم كښې كډه كوي٬ د صوبائي حكومت وياند په دې لړ كښې په بې بنسټه بيانونو كښې بوخت دے۔ عطاء اللہ تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ وئيلي دي د خېبر ضلعې قبائل د يخنۍ په موسم كښې كډه كوي٬ د صوبائي حكومت وياند په دې لړ كښې په بې بنسټه بيانونو وركولو كښې بوخت دے۔ د نهې په ورځ د دفاع وزير خواجه آصف او خېبر پښتونخوا لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر اختيار ولي سره پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د ضلع خېبر آفريدي او اکاخيل قبائل د نورو قبائليو نه مختلف دي، ماضي ګواہ دے چې د ضلع خېبر قبائيلو د يخنۍ په موسم كښې كډې كولې٬ دا قبائيل په اوړي كښې بېرته د تيراہ سيمې تې ځي٬ د خېبرپښتونخوا وياند په دې لړ كښې په بې بنسټه بيان بازۍ كښې مصروف دے۔ ده د ايډورډ اے مرفي د کتاب “دي خېبر” حواله وركولو سره ووئيل دا كتاب په كال 1899 كښې خپور شوے چې پكښې د آفيشل ګزيټيئر حواله وركړې شوې ده٬ په دې كښې په كال 1880 كښې دا لېكلي شوي دي چې ذكر شوي قبائيل په يخنۍ كښې كډه كوي۔ ده ووئيل دا يوه مسلمه حقيقت دے٬ په نړيواله كچه په شائع شوي دې كتاب كښې د دې باقاعده ذكر موجود دے، ګزيټيئر څخه مونږ ته بشپړه تاريخ ترلاسه كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل كومه يخني چې به په ماضي كښې په اكتوبر كښې پېل كېده٬ اوس د موسمي بدلون له امله د دې دورانيه بدله شوې ده، دا مهال د جنورۍ په پائې كښې واورې ورېږي٬ حالانكه په ماضي كښې به په نومبر كښې واورې ورېدې، په موسمي حالات كښې دا بدلون د موسمياتي بدلون په سبب رامخې ته شوے دے۔ ده ووئيل موسم وړاندې ځي٬ بشپړه سيزنل شفټ شوے دے۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا حکومت د جاري كړې اعلاميه له مخې د خېبر ضلع قبائل په خپله خوښه ځي










