کينبرا 27 جنوري (اے پي پي) د آسټراليا په سوئيلي ختيز رياست وکټوريه كښې د نهې په ورځ د سختې ګرمۍ ټول رېكارډ مات شو او د حرارت درجه 48.9 ډګري سينټي ګريډ رېكارډ شوه۔ د شنهوا له مخې د موسميات دفتر (بو اېم) ووئيل په والپيپ ښار او په نزدې هوپيټون ايئرپورټ د حرارت زياته درجه 48.9 رېكارډ كړې شوه كومه چې په كال 2009 فروي كښې په ذكر …
وکټوريه كښې ګرمي ٬ د حرارت درجه 48.9 ډګري سنټي ګرېډ رېكارډ شوه

مزید خبریں
کينبرا 27 جنوري (اے پي پي) د آسټراليا په سوئيلي ختيز رياست وکټوريه كښې د نهې په ورځ د سختې ګرمۍ ټول رېكارډ مات شو او د حرارت درجه 48.9 ډګري سينټي ګريډ رېكارډ شوه۔ د شنهوا له مخې د موسميات دفتر (بو اېم) ووئيل په والپيپ ښار او په نزدې هوپيټون ايئرپورټ د حرارت زياته درجه 48.9 رېكارډ كړې شوه كومه چې په كال 2009 فروي كښې په ذكر شوي ايئرپورټ د ريکارډ شوي 48.8 ډګري سينټي د رېكارډ نه زياته ده٬ په ملبورن ايئرپورټ د حرارت زياته درجه 44.1 ډګري سنټي ګرېډ رېكارډ شوه۔ چارواكو اولس څخه اپيل كړے دے چې زياتې اوبه څښۍ او د ګرمۍ نه ځان محفوظ ساتلو لپاره اقدامات وكړي، ځكه چې دا هيټ سټروك، هيټ ايکزاسټشن او د زړه دورو يا د فالج په څېر د صحت خطرناك مسئلې رامخې ته كولې شي









