د چین او د بیلټ اینډ روډ شراکت دارو هېوادونو تر مينځه د تجارت حجم 236 کھرب یوآن ته ورسېد

بیجنګ۔27جنوري (اے پي پي) د چین او د بیلټ اینډ روډ شراکت دارو هېوادونو تر مينځه په كال 2025 كښې د څيزونو د تجارت حجم 236 کھرب یوآن ته ورسېدو ۔ د سي جي ټي این تر مخه د چین د تجارت وزارت اړوندو چارواكو د ریاستي کونسل د اطلاعات دفتر تر سېوري لاندې پریس کانفرنس كښې ووئېل په كال 2025 كښې چین او بیلټ اینډ روډ انیشیټو شراکت دار …

بیجنګ۔27جنوري (اے پي پي) د چین او د بیلټ اینډ روډ شراکت دارو هېوادونو تر مينځه په كال 2025 كښې د څيزونو د تجارت حجم 236 کھرب یوآن ته ورسېدو ۔ د سي جي ټي این تر مخه د چین د تجارت وزارت اړوندو چارواكو د ریاستي کونسل د اطلاعات دفتر تر سېوري لاندې پریس کانفرنس كښې ووئېل په كال 2025 كښې چین او بیلټ اینډ روډ انیشیټو شراکت دار هېوادونو تر مينځه د څيزونو د تجارت حجم 23.6 ټریلین یوآن ته ورسېد ، كومه چې كال په كال 6.3 فیصد زياتوالے دے او دا مجموعي تجارتي شرح د 2.5 فیصد پوائنټس نه زیاته ده ۔ په كال 2025 كښې د بیلټ اینډ روډ شراکت دارو هېوادونو كښې د چین غیر مالیاتي نيغ په نيغه سرمایه کاري 283.36 بلین یوآن ته رسېدلې ده كومه چې 18 فیصد زياته ده ۔ دغسې تېر كال د چین بیلټ اینډ روډ شراکت دارو هېوادونو كښې د کنټریکټ شوو منصوبو حجم 1.1 ټریلین یوآن ته رسېدلے كوم چې 9.6 فیصد زياتوالے دے ۔ په ټول كال كښې 20 زره نه زیات د چین-یورپ مال بردار ټرېنونه چلولې شوي او چین ،کرغزستان،ازبکستان ریلوے او هنګري ،سربیا د ریلوے غوندې منصوبو باندې مهم پیشرفت كړے دے۔

مزید خبریں