وزيراعظم شهباز شريف سره د ميانمار د خارجه وزير یو تھان سوئے ملاقات ، د دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو د عزم پخلے

اسلام آباد۔27 جنورۍ (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف میانمار سره تجارت، معیشت، تعلیم، كلتور ، د كار استعداد كښې زياتوالي او د اولسي تړون په څانګو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو په اهميت زور راوړلو سره د دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو د عزم پخلے كړے دے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د …

اسلام آباد۔27 جنورۍ (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف میانمار سره تجارت، معیشت، تعلیم، كلتور ، د كار استعداد كښې زياتوالي او د اولسي تړون په څانګو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو په اهميت زور راوړلو سره د دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو د عزم پخلے كړے دے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د میانمار خارجه وزير یوتھان سوئے ملاقات وكړو۔ نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم په ملاقات كښې موجود وو۔ وزيراعظم په خاص توګه د بشري قاچاق په ضد كارروايۍ كښی د ميانمار د همكارۍ او د پاكستان آسيان سره رابطو ته ودې وركولو له د ميانمار ملاتړ وستائېلو۔ د میانمار خارجه وزير په تود هركلي د وزيراعظم مننه وكړه او د ميانمار مشرتابه لخوا يۍ دوي ته د نېكو هيلو او خېر سګالۍ پېغامونه ورسولو۔ ده د شريكې خوښی په څانګو كښې پاكستان سره اړيكو ته وده وركولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ د میانمار خارجه وزير د تېر كال په 28 مارچ تباهي كونكې زلزلې څخه وروستو د پاكستان لخوا په مرسته د وزيراعظم مننه وكړه

مزید خبریں