د اېس اينډ پي ګلوبل مارکيټ انټيليجنس پيشنګوئي تر ډېره د اېس بي پي نقطه نظر سره سمے خوري۔ د خزانې وزير سلاحكار خرم شهزاد

اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي د اېس اينډ پي ګلوبل مارکيټ انټيليجنس پيشنګوئۍ تر ډېر د سټېټ بېنك آف پاكستان (اېس بي پي) نقطه نظر سره سمے خوري۔ د نهې په ورځ خپل اېكس پوست كښې ده ووئيل اګرچه د اېس اينډ پي رپورټ كښې د معاشي نمو او کرنټ اکاؤنټ په حواله په ځېنې معلومات كښې اختلافات موجود …

اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي د اېس اينډ پي ګلوبل مارکيټ انټيليجنس پيشنګوئۍ تر ډېر د سټېټ بېنك آف پاكستان (اېس بي پي) نقطه نظر سره سمے خوري۔ د نهې په ورځ خپل اېكس پوست كښې ده ووئيل اګرچه د اېس اينډ پي رپورټ كښې د معاشي نمو او کرنټ اکاؤنټ په حواله په ځېنې معلومات كښې اختلافات موجود دي خو دواړو ادارو په ګرانۍ كښې د كمي او په معيشت كښې د پرله پسې بهترۍ په اړه يو ډول رائے لري۔ ده ووئيل اېس اينډ پي د پاکستان لپاره خپلې تازه پېشنګوئۍ كښئ د ګرانۍ، کرنټ اکاؤنټ او د معاشي نمو په اړه تازه اندازې شاملې كړې دي٬ د دې پېشنګوئيو موازنه د سټيټ بينک آف پاکستان تازه توقعات څخه كېدې شي۔ ده ووئيل اېس اينډ پي په كال 2026 كښې د ګرانۍ شرح د 5.1 فيصد او په كال 2027 كښې د 5.6 فيصد پاتې كېدو پېشنګوئي كړې ده او اېس بي پي راتلونكو دوو كالو لپاره د ګرانۍ شرح د 5 نه تر 7 فيصد د پاتې كېدو پېشنګوئي كړې ده ۔

مزید خبریں