په سرکاري خرڅ د پارلماني پلاويو عمره يا حج له تللو په اړه په خبرونه صداقت نه لري۔ د قامي اسمبلۍ وياند

اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ وياند وئيلي دي په سرکاري خرڅ د پارلماني پلاويو عمره يا حج له د تللو په اړه رامخې ته شوي خبرونه صداقت نه لري ٬ د قامي اسمبلۍ غړو ته د حج يا عمره كوم سهولت نه دې ترلاسه او نه دا سهولت وركړے كېدے شي۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ وياند خپل وضاحتي بيان كښې ووئيل په …

اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ وياند وئيلي دي په سرکاري خرڅ د پارلماني پلاويو عمره يا حج له د تللو په اړه رامخې ته شوي خبرونه صداقت نه لري ٬ د قامي اسمبلۍ غړو ته د حج يا عمره كوم سهولت نه دې ترلاسه او نه دا سهولت وركړے كېدے شي۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ وياند خپل وضاحتي بيان كښې ووئيل په قامي اسمبلۍ كښې په نومبر كال 2016 كښې د منظور شوي قرارداد له مخې هر كال د قامي اسمبلۍ يو پلاوي په ذاتي خرڅ په 12 ربيع الاول په روزه رسولۖ حاضري كوي٬ د قرار داد په رڼا كښې د پلاوي غړي خَپل خرڅونه خپله برداشت كوي، د اېس او پيز له مخې د مذهبي چارو وزارت يوازې انتظامي چارو لپاره سهولت وركوي٬ په سركاري خرڅ د دا ډول دورو تجويزو د يو غړي ذاتي رائے كېدې شي خو د داسې كوم تجويز منظوري نه ده وركړې شوې۔

مزید خبریں