فېصل آباد 26 جنوري (اے پي پي) د غربت تخفيف او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه وئيلي دي حكومت د غمژن انسانيت خدمت لپاره د صحت په څانګه كښې تاريخي اقدامات كوي٬ د الائيډ هسپتال ون دورې په موقع ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل الائيډ هسپتال فيصل آباد د پنجاب درېم لويې روغتون دے چرته چې نه يوازې د ښار بلكې د خوا اوشا ضلعو …
حكومت د غمژن انسانيت خدمت لپاره د صحت په څانګه كښې تاريخي اقدامات كوي۔ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه

مزید خبریں
فېصل آباد 26 جنوري (اے پي پي) د غربت تخفيف او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه وئيلي دي حكومت د غمژن انسانيت خدمت لپاره د صحت په څانګه كښې تاريخي اقدامات كوي٬ د الائيډ هسپتال ون دورې په موقع ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل الائيډ هسپتال فيصل آباد د پنجاب درېم لويې روغتون دے چرته چې نه يوازې د ښار بلكې د خوا اوشا ضلعو رنځوران هره ورځ دلته درملنې لپاره راځي۔ ده ووئيل دا مهال په روغتون كښې 45 اپرېشن تهېټر فعاله دي كوم چې د دې خبرې ثبوت دے چې دلته جديد سهولتونو سره سره په لويه كچه علاج او اپرېشنز كېږي۔ سيد عمران احمد شاه په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې د پنجاب حكومت د صحت په څانګه كښې سنجيده دے او د غمژن انسانيت خدمت لپاره د صحت په څانګه كښې تاريخي اقدامات كوي چې په زره پورې نتيجې يې رامخې ته كېږي۔ وفاقي وزير د نورو اولسي سهولتونو ذكر كولو سره ووئيل د ګاز په ميټر لګولې شوې بنديز وفاقي حكومت ختم كړے دے دغسې چې اولس ته بنيادي سهولتونه ترلاسه شي۔ ده ووئيل د ګاز او بجلۍ لوډ شيډنګ خاتمې لپاره هم په وفاقي كچه اقدامات شوي دي دغسې چې صنعتي او كورنيو صارفينو ته ريليف ترلاسه شي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت د هېواد په ټولو صوبو كښې تند رفتارۍ سره پرمختيائي كارونه كوي دغسې چې اولس ته د ژوند بهتر معيار وركړے شي او د معاشي او سماجي ترقۍ عمل لا قوي شي










