د ليكوال٬ محقق ٬ د لسانيات پوهه ٬ نقاد او مدبر داكټر فرمان فتح پوري سالګره ونمانځلې شوه

اسلام آباد ۔26 جنوري (اے پي پي) د ليكوال ٬ حقق ٬ د لسانيات پوهه ٬ نقاد او معلم داكټر فرمان فتح پوري سالګره نن د ګل په ورځ ونمانځلې شوه۔ د ډاكټر فرمان فتح پوري خپل اصل نوم سيد دلدار علي ؤ او هغه په 26 جنوري 1926 اتر پردېش فتح پور كښې زېږېدلے ؤ ۔ هغه د فتح پور څخه د لسم پاس كولو نه پس د اله …

اسلام آباد ۔26 جنوري (اے پي پي) د ليكوال ٬ حقق ٬ د لسانيات پوهه ٬ نقاد او معلم داكټر فرمان فتح پوري سالګره نن د ګل په ورځ ونمانځلې شوه۔ د ډاكټر فرمان فتح پوري خپل اصل نوم سيد دلدار علي ؤ او هغه په 26 جنوري 1926 اتر پردېش فتح پور كښې زېږېدلے ؤ ۔ هغه د فتح پور څخه د لسم پاس كولو نه پس د اله آباد انټر كالج نه انټر او په 19520 كښې د آګره پوهنون نه د ګرېجوېشن ډګري تر لاسه كړه۔ ډاكټر فرمان فتح پوري په 1950 كښې د هجرت نه پس كراچۍ ته راغلو او د كراچۍ پوهنتون نه يې ايم اے ٬ ايل ايل بي او بي ټي وكړه او بيا په 1965 كښې يې د پي ايچ ډي ډګري تر لاسه كړه۔ هغه د كراچۍ پوهنتون د اردو څانګې سره وابسطه ؤ او د سنده سول سروس بورډ غړے مقرر شو او د فرمان ادبي جريدې نګار مدير هم پاتي ؤ۔ ډاكتر فرمان فتح پوري د 60 نه د زياتو كتابونو ليكوال ؤ چې پكښې اردو رباعي ٬ تدريس اردو ٬ د اردو مضمون داستان ٬ تحقيقي و تنقيد ٬ نيا اور پرانا ادب ٬ قمر زماني بېګم او د اردو نعتيه شاعري ٬ اقبال سب كېليے ٬ اردو شعرا كے تذكرے او تذكره نګاري ٬ غالب شاعر امروز وفردا ٬ فنون لطيفه او فرمانيات د ذكر وړ دي۔ ډاكټر فرمان فتح پور په 3 اګست 2013 كراچۍ كښې په حق رسېدلے ؤ۔

مزید خبریں