وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك سره د ډنمارک سفير ماجا مورټينسن وليدل

اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك سره پاکستان كښې د ډنمارك سفير ماجا مورټينسن ليدلي دي ٬ په ملاقات كښې په موجوده نړيوال سياسي تناظر كښې د سائنسي سفارت كارۍ په بېلو اړخونو تفصيلي خبرې وشوې۔ د ګل په ورځ د موسمياتي بدلون وزارت لخوا د جاري بيان له مخې ډاکټر مصدق ملك د خبرو په مهال په دې خبره زور …

اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك سره پاکستان كښې د ډنمارك سفير ماجا مورټينسن ليدلي دي ٬ په ملاقات كښې په موجوده نړيوال سياسي تناظر كښې د سائنسي سفارت كارۍ په بېلو اړخونو تفصيلي خبرې وشوې۔ د ګل په ورځ د موسمياتي بدلون وزارت لخوا د جاري بيان له مخې ډاکټر مصدق ملك د خبرو په مهال په دې خبره زور راوړو چې د موسمياتي بدلون غېر متناسب نړيوال بار په سوئيلي هېوادونو پرېوځي٬ حالانكه د ګاز په نړيوال اخراج كښې د دوي برخه نسبتاً كمه ده٬ ده ووئيل د نړيوال ګرېن هاٶس ګازونو نزدې 70 فيصده اخراج ذمه واري يوازې په لس هېوادونه راځي او په نړيواله كچه شتون لرونكې نزدې 85 فيصد ګرين فنانسنګ هم دغه هېوادونو ته ترلاسه كېږي۔ ډاکټر مصدق ملك د نارتھك هېوادونو مضبوط سماجي فلاحي ماډلز او ترقي پسند ماحولياتي اقدارو ستائنه وكړه۔ په ملاقات كښې په موجوده نړيوال سياسي صورتحال او د دې په موسمياتي اقدامات او د نړيوالې مرستې په اثرات هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

مزید خبریں