ماسکو 26 جنوري (اے پي پي) د روسيه حکومت وئيلي دي په يوکرائن درې اړخيزه خبرې اترې به راتلونكې اوونۍ كښې هم روانه وي۔ د تاس له مخې د روسيه حكومت وياند دمتري پيسکوف ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل په يوکرائن كښې د جنګ مخ نيوي په اړه درې ارخيزه خبرې به راتلونكې اوونۍ كښې هم روانې وي خو دې لپاره د نيټې ټاكنه نه ده شوې۔ د روسيه …
په يوکرائن درې اړخيزه خبرې اترې به راتلونكې اوونۍ كېږي۔ روسيه

مزید خبریں
ماسکو 26 جنوري (اے پي پي) د روسيه حکومت وئيلي دي په يوکرائن درې اړخيزه خبرې اترې به راتلونكې اوونۍ كښې هم روانه وي۔ د تاس له مخې د روسيه حكومت وياند دمتري پيسکوف ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل په يوکرائن كښې د جنګ مخ نيوي په اړه درې ارخيزه خبرې به راتلونكې اوونۍ كښې هم روانې وي خو دې لپاره د نيټې ټاكنه نه ده شوې۔ د روسيه وياند ووئيل د رابطو دا تسلسل راتلونكې اوونۍ لپاره مقرر كړے۔ د يادونې وړ ده په يوکرائن كښې د جنګ بندۍ په اړه د جنورۍ په 23مه نيټه د درې اړخيزه امنيتي مشاورت وړومبے په ابوظهبي كښې شوے ٶ۔ د دې سلسلې دوېم پړاٶ په 24 جنوري شوے٬ دغسې د روسيه د خبرو اترو ډلې مشري د روسيه پوځ د جنرل سټاف د مركزي ډائريکټوريټ مشر ايګور کوسټيوکوف كوي٬ د درې كسيزه ورکنګ ګروپ د يوکرائن برخې مشري د قامي سلامتيا او دفاعي کونسل سيکرټري رستم عمروف كوي۔ د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ خاص استازې اسټيو وِټکوف په راتلونكې اوونۍ كښې د درې كسيزه خبرو د نوي پړاٶ د پلان تصديق كړے دے۔










