ايران ناامنۍ كښې د 30 زره كسانو وژلو په اړه د مغربي مېډيا رپورټس رد كړل

تهران 26 جنوري(اے پي بي)ايران د مغربي ميډيا هغه راپورونه رد كړي دي چې پكښې هېواد كښې د ناامنۍ په نتيجه كښې د 30 زره كسانو د وژلو ادعا شوې وه او دا بيانونه دوي د هټلر په طرز دروغ ګرځولې دي۔ تاس تر مخه د ايران خارجه وزارت وياند اسماعيل بقائي د سماجي رابطې په وېب پاڼه ايكس وليكل د هټلر په طرز غټ دروغ٬ آيا د هغه شمېره …

تهران 26 جنوري(اے پي بي)ايران د مغربي ميډيا هغه راپورونه رد كړي دي چې پكښې هېواد كښې د ناامنۍ په نتيجه كښې د 30 زره كسانو د وژلو ادعا شوې وه او دا بيانونه دوي د هټلر په طرز دروغ ګرځولې دي۔ تاس تر مخه د ايران خارجه وزارت وياند اسماعيل بقائي د سماجي رابطې په وېب پاڼه ايكس وليكل د هټلر په طرز غټ دروغ٬ آيا د هغه شمېره نه وه د كومې چې هغوي د ايران په سړكونو د وژلو منصوبه جوړه كړې وه ؟ خو هغوي ناكامه شول او اوس په مېډيا دا په جعلي توګه د وړاندې كولو هڅه كوي۔ دا په رښتيا يو ناوړه عمل دے٬ په ايران كښې د ناامنۍ پېل په 29 دسمبر هغه وخت وشو چې كله د ايران ريال په قدر كښې ډېر كمي نه پس په لارو كوڅو كښې احتجاج پېل شو كوم چې ورسوتو بيا نورو لويو ښارونو ته ورسېد۔ د چارواكو تر مخه په دې پیښو كښې د قانون نافذ كوونكې 40 كسان مړه شول۔ د ايران خارجه وزير عباس عراقچي تر مخه په 8 م جنورۍ مظاهر چيانو كښې وسله وال ترهه ګر هم شامل شوي وو ۔ د ايران چارواكو د ناامنۍ منظم كولو تور په اسرائيل او امرېكا لګولے دے۔ په 23 جنورۍ عباس عراقچي وئېلي وو په هنګامو كښې د مرګونو شمېره 3117 ته رسېدلې ده چې پكښې د وګرو سره سره امنيتي اهلكار هم شامل دي۔

مزید خبریں