اسلام آباد۔26جنوری(اے پی پی) د چين لخوا پاكستان لپاره د مرستې سامان څلورم كھېپ د بېړۍ د لارې كراچۍ ته راوسېد۔ د اېن ډي اېم اے له مخې د مرستې په دې اوسني كھېپ كښې يو زر سلیپنګ بېګز، 14 زره خېمې او 12 زره كمبلې شاملې دي۔ دا سامان د ټركونو د لارې د اېن ډي اېم اے كراچي ویئر هاؤس ته منتقل كړے شوے ۔ د اېن ډي …
د چين لخوا پاكستان لپاره د مرستې سامان څلورم كھيپ د بيړۍ د لارې كراچۍ ته راروسيد

مزید خبریں
اسلام آباد۔26جنوری(اے پی پی) د چين لخوا پاكستان لپاره د مرستې سامان څلورم كھېپ د بېړۍ د لارې كراچۍ ته راوسېد۔ د اېن ډي اېم اے له مخې د مرستې په دې اوسني كھېپ كښې يو زر سلیپنګ بېګز، 14 زره خېمې او 12 زره كمبلې شاملې دي۔ دا سامان د ټركونو د لارې د اېن ډي اېم اے كراچي ویئر هاؤس ته منتقل كړے شوے ۔ د اېن ډي اېم اے ميډيا ونګ له مخې دې څخه وړاندې په 26 دسمبر 2025 د چين لخوا ترلاسه د مرستې كھېپ كښی 100 کشتۍ ، 5 زره خېمې او 8 زره كمبلې شاملې وې۔ په 4 اکتوبر 2025 دويم كھېپ كښې 16 زره کمبلې، 700 خېمې، زر لائف جېكټس او 4 زره سلیپنګ بېګز او په 28 ستمبر 2025 ترلاسه شوي اولني كھېپ كښې 9 زره کمبلې او 300 خېمې شاملې وې۔ د اېن ډي اېم اے له مخې چين پاكستان ته د مرستې څلورو واړو كھېپونو كښې په مجموعي توګه 45 زره کمبلې، 20 زره خېمې، 100 کشتۍ، يو زر لائف جېكټس او 5 زره سليپنګ بېګز رالېږلې دي۔ اېن ډي اېم اے دا خبره په ډاګه كړې ده چې هغه له آفتونو څخه ځپلو شوو وګړو لپاره ټول وسائل كاروي او ځپليو سيمو ته به د ضرورت له مخې د مرستې سامان رسول باوري كولې شي۔










