د پاکستان پشمول ټوله نړۍ كښې د پاك توان نړيواله ورځ ونمانځلې شوه

اسلام آباد۔26جنوري(اے پي پي)د پاکستان پشمول ګرده نړۍ كښې د "پاك توان نړيواله ورځ " نن د ګل په ورځ په 26 جنوري ولمانځلې شوه ۔ د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې هر كال په 26 جنورۍ دا ورځ نمانځلې كېږي د كومې مقصد چې ماحول دوست، د تجدید وړ او ارزان توان ذرائعې كارولو ته وده وركول ، د موسمیاتي بدلونونو مقابله او د تل پاتي سباون لپاره د …

اسلام آباد۔26جنوري(اے پي پي)د پاکستان پشمول ګرده نړۍ كښې د “پاك توان نړيواله ورځ ” نن د ګل په ورځ په 26 جنوري ولمانځلې شوه ۔ د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې هر كال په 26 جنورۍ دا ورځ نمانځلې كېږي د كومې مقصد چې ماحول دوست، د تجدید وړ او ارزان توان ذرائعې كارولو ته وده وركول ، د موسمیاتي بدلونونو مقابله او د تل پاتي سباون لپاره د پاك توان اهمیت رامخې ته كول دي ۔ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په 26 جنورۍ د ماحول دوست توان نړيواله ورځ نمانځلو لپاره د پاکستان او پاناما د اړخه په ګده وړاندې كړے قرارداد په اتفاق سره منظور كړو او 193 كسيزه جنرل اسمبلۍ د ماحولیات تحفظ لپاره د وړاندې كړي قرارداد بغیر د ووټنګ منظوري وركړه ۔ پاکستان تر 2030د ګرین هاوس ګیسز په اخراج كښې د 50 فیصده کمي راوستلو هدف ټاكلے دے ۔د نړيوالې ورځ په مناسبت سره په ګرد هېواد كښې په وړو لويو ښارونو كښې خاص دستورې وشوې او عام اوګړي ته په دې اړه خبرتيا وركړې شوه ۔

مزید خبریں