اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف د پوليو مخنيوي كمپائن فوکل پرسن عائشه رضا فاروق وئيلي دي د پوليو كمپائن په مهال 4 کروړه 50 لکهه څخه زيات ماشومان دې رنځ څخه د محفوظ ساتلو هدف ټاكلے شوے۔په خپل يو پيغام كښې دې ووئيل د كال 2026 وړومبے د پوليو مخنيوي كمپائن به د 2 فروري څخه پېل كيږي ٬ په دغه مهال به …
د 2026 وړومبے د پوليو مخنيوي كمپائن به د 2 نه تر 8 فرورۍ روان وي چې پكښې 4 کروړه 50 لکهه ماشومان د پوليو څخه د ساتلو هدف ټاكلے شوے۔ فوکل پرسن عائشه رضا فاروق

مزید خبریں
اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف د پوليو مخنيوي كمپائن فوکل پرسن عائشه رضا فاروق وئيلي دي د پوليو كمپائن په مهال 4 کروړه 50 لکهه څخه زيات ماشومان دې رنځ څخه د محفوظ ساتلو هدف ټاكلے شوے۔په خپل يو پيغام كښې دې ووئيل د كال 2026 وړومبے د پوليو مخنيوي كمپائن به د 2 فروري څخه پېل كيږي ٬ په دغه مهال به 4 کروړه 50 لکهه څخه زياتو ماشومانو ته د پوليو مخنيوي څاڅكي وركولې شي، 4 لکهه څخه زيات پوليو ورکرز به كور په كور ماشومانو له د پوليو مخنيوي څاڅكي وركوي،دا كمپائن به تر 8 فروري روان وي۔دې د كوچنيانو مور پلار او کميونټي ته غږ وكړو چې د پوليو ورکرز سره مرسته وكړي ۔دې ووئيل وفاقي او صوبائي ادارې د پوليو خاتمې لپاره په ګډه كار كوي،حکومت د دې رنځ ختمولو له لوظي دے،په دې لړ كښې اولسي مرسته دېر حيثيت لري۔










