اسلام آباد۔26 جنوری(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د آسټريليا قامي ورځې په موقع د آسټرېليا ګورنر جنرل او اولس له مباركي وركولو سره وئيلي دي پاكستان آسټريليا سره د ملګرتيا او رغنده اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل د پاکستان،آسټریلیا همكاري په شريك احترام …
پاكستان آسټريليا سره د ملګرتيا او رغنده اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري: صدر مملكت آصف علي زرداري

مزید خبریں
اسلام آباد۔26 جنوری(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د آسټريليا قامي ورځې په موقع د آسټرېليا ګورنر جنرل او اولس له مباركي وركولو سره وئيلي دي پاكستان آسټريليا سره د ملګرتيا او رغنده اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل د پاکستان،آسټریلیا همكاري په شريك احترام او جمهوري اقدارو اډانه ده۔ ده ووئيل د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او زده كړو په څانګو كښې به مرسته لا وده اومومي۔ صدرمملکت آصف علی زرداری ووئيل پاكستان آسټريليا سره امن او شريكې سوكالۍ له د نزدې مرستې عزم لري٬ موسمیاتی مزاحمت او جدت كښې د پاكستان – آسټرېليا همكارۍ نوې موقعې لري۔ ده ووئيل د اعلی كچ رابطو سره به تفاهم لا مضبوط شي۔ صدر مملکت آصف علی زرداری په سيمه ايزو او نړيوالو چارو كښې د پاكستان او آسټريليا ترمينځه د مرستې دوامداره ساتلو د عزم پخلے وكړو۔










