د كورنييو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ډائريکټوريټ جنرل اميګريشن اينډ پاسپورټس كښې د جديد مانيټرنګ نظام ’’شکرا‘‘رسمي پرانسته وكړه

اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د هېواد د پاسپورټ سسټم په جديد ډول روانولو سره ډائريکټوريټ جنرل اميګريشن اينډ پاسپورټس كښې د جديد مانيټرنګ نظام ’’شکرا‘‘ رسمي پرانسته وكړه۔د دې انقلابي ګام نه پس به د پاکستان د پاسپورټ سسټم د نړۍ پرمختګ كوونكو هېوادونو سره برابر شي ٬ دې سره به نه يواځې هېواد كښې دننه بلكه بهر هېوادونو كښې …

اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د هېواد د پاسپورټ سسټم په جديد ډول روانولو سره ډائريکټوريټ جنرل اميګريشن اينډ پاسپورټس كښې د جديد مانيټرنګ نظام ’’شکرا‘‘ رسمي پرانسته وكړه۔د دې انقلابي ګام نه پس به د پاکستان د پاسپورټ سسټم د نړۍ پرمختګ كوونكو هېوادونو سره برابر شي ٬ دې سره به نه يواځې هېواد كښې دننه بلكه بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيانو لپاره د پاسپورټ درخواستونو او ډيليوري رئيل ټائم نګراني ممکن شي۔د كورنيو چارو وزير ته بريفنګ كښې ووئيل شول ‘شکرا’ سسټم (سيکوئر هائبريډ انټيليجنس فار نالج بيسډ ريسپونس اناليټکس) يو داسې ډيجيټل ډيش بورډ دے كوم به چې د پاسپورټ جوړيدو د هر پړاؤ خودکار نګراني کوي۔دا نظام به دفترو كښې غير معمولي ګنې، پرنټنګ كښې تاخير او د مشينري صورتحال په سمدستي توګه په ګوته كوي دغسې انساني مداخلت ختمولو له به جديد جرمن مشينونه لګولې شي چې ورسره به د پرنټنګ د كار استعداد څو چنده زيات شي۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي امر وكړو په دې موقع د مهم اصلاحات اعلان سره ايمرجنسي ټريول ډاکومنټ نظام هم بشپړه ډيجيټل کړئ ،دغسې چې د وګړو د ګيلو ازالې لپاره 24/7 کال سنټر او مانيټرنګ روم ههم فعاله كړې شي۔د كورنيو چارو وزير مانيټرنګ روم، فرانزك ليب او د پروډکشن يونټ معائنې کولو سره ډي جي پاسپورټس او د هغه د ډلې ستائنه وكړه او واضحه يې كړه چې د پاکستان پاسپورټ سکيورټي فيچرز اوس د هوا بازۍ نړيوالې ادارې (ICAO) مقرره معيار له مخې دے۔د كورنيو چارو وزير په خپلو خبرو كښې ووئيل زمونږ اصل مقصد وګړو له د نړيوال معيار تند رفتاره او محفوظ خدمات وركول دي۔نوي نظام په سوب به اوس وګړي د خپل پاسپورټ په هر پړاؤ معلومات ترلاسه كولې شي،دې سره به محکمه كښې سپېځلتيا راشي او کرپشن يا د ايجنټ مافيا لاره به بنده شي۔دستوره كښې د ايف آئي اے ډي جي ، چيف کمشنر او آئي جي اسلام آباد پشمول نور اعليٰ چارواكي هم موجود وؤ۔

مزید خبریں