بحری څانګي ته اصلاحات نه پس 100 اربه روپۍ ګټه شوي۔ وفاقی وزیر محمد جنید انوار چوهدری

اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) د بحري چارو وفاقی وزیر محمد جنید انوار چوهدری وئيلي چې بحری څانګي ته اصلاحات نه پس 100 اربه روپۍ ګټه شوي كوم چې د يو كال پراخه اصلاحات نه پس ممكن شوې، اصلاحات له امله بندر ځايونو كاركردګي ښه شوي،خرڅونه كم شوې او اوږدې مودې راهسې زیر التواء پالیسیو ته حتمی شکل وركولو كښې مرسته شوي،چې ورسره د پاکستان سيمه ايز تجارتی …

اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) د بحري چارو وفاقی وزیر محمد جنید انوار چوهدری وئيلي چې بحری څانګي ته اصلاحات نه پس 100 اربه روپۍ ګټه شوي كوم چې د يو كال پراخه اصلاحات نه پس ممكن شوې، اصلاحات له امله بندر ځايونو كاركردګي ښه شوي،خرڅونه كم شوې او اوږدې مودې راهسې زیر التواء پالیسیو ته حتمی شکل وركولو كښې مرسته شوي،چې ورسره د پاکستان سيمه ايز تجارتی او لاجسټك مرکز په توګه استحکام راغلې۔د بحري چارو وزارت له مخې وفاقی وزیر د وزارت كلني كارکردګۍ رپورټ وړاندې كولو سره كال 2025 د ’’بدلون كال ‘‘ګرځولو سره ووئيل په دې مهال قانون سازی، ډیجیټائزیشن، انفراسټرکچر پرمختګ او انسانی وسائلو په څانګه كښې لوئ اقدامات شوې دي۔ جنید انوار چوهدری ووئيل دا اصلاحات د بندر ځايونو ، شپنګ او كبانو نيولو څانګي جدید جوړولو سره سمندری معیشت استعداد زياتوي۔ده ووئيل پاکستان خپل ریګولیټري فریم ورك د نړيوال معیار له مخې جوړ كړې،چې پكښې انټرنېشنل میري ټائم آرګنائزېشن او هانګ كانګ کنونشن شپ ری سائیکلنګ شامل دي۔ده ووئيل قومی بحری پالیسۍ منظوری يو مهم اقدام دے، كوم چې شپنګ، بندر ځايونو، كبانو نيولو او بحری سلامتیا له يو فریم ورك وركوي دغسې چې كوټلې پرمختګ باوري كړې شي۔ده ووئيل د قومی شپنګ پالیسۍ ترمخه د پاکستان شپنګ سیکټر به پراخه كولې شي او غير ملکی کیریئرز به انحصار کمولې شي۔

مزید خبریں