نائب وزیرِاعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار دبئۍ كښې د اتیصلات چیئرمېن سره ملاقات،سرمایه كارۍ زياتولو په موقعو د خيالاتو څرګندونه

دبئۍ 24 جنوري (اے پي پي) نائب وزیرِاعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار په دبئۍ كښې د اتیصلات چیئرمېن جاسم محمد بو عطابه الزعابی او ابو ظهبی د خزاني محکمې نمائندګانو سره ملاقات کړې۔د خالي په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې د پاکستان او متحدہ عرب امارات ترمينځه تجارتی او اقتصادي مرستي جاج اخستلے شوې۔ ملاقات كښې د سرمایه كارۍ …

دبئۍ 24 جنوري (اے پي پي) نائب وزیرِاعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار په دبئۍ كښې د اتیصلات چیئرمېن جاسم محمد بو عطابه الزعابی او ابو ظهبی د خزاني محکمې نمائندګانو سره ملاقات کړې۔د خالي په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې د پاکستان او متحدہ عرب امارات ترمينځه تجارتی او اقتصادي مرستي جاج اخستلے شوې۔ ملاقات كښې د سرمایه كارۍ زياتولو په موقعو د خيالاتو څرګندونه شوي او اتیصلات په پاکستان كښې په روانو منصوبو او زیر التواء چارو پشمول پي ټي سي ايل كښې په شیئرز هم خبري اتري شوي۔ نائب وزیرِاعظم او خارجه وزير د حکومتِ پاکستان په عزم زور راوړو چې نجی څاڼګي او شراکت دار هېوادونو سرمایه كارۍ له به سهولت وركولې شي او دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه اقتصادی مرسته به لا قوي كولې شي۔

مزید خبریں