د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سمال اينډ ميډيم انټرپرائز ايکسپو 2026 دستوري ته وينا

اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سمال اينډ ميډيم انټرپرائز ايکسپو 2026 دستوري ته وينا كښې ووئيل اېس ايم اي کلسټر شوکيس ايکسپو به د پاکستان معاشي پرمختګ كښې مرستياله وګرځي،ميډ اِن پاکستان ايکسپو د هېواد د صنعت او برآمدات سباؤن روښانه عكس دے، حکومت اېس ايم ايز له فنانس، ټيکنالوجي او تر مارکيټ رسنه وركوي۔ده ووئيل 20 څخه زيات کلسټرز سره …

اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سمال اينډ ميډيم انټرپرائز ايکسپو 2026 دستوري ته وينا كښې ووئيل اېس ايم اي کلسټر شوکيس ايکسپو به د پاکستان معاشي پرمختګ كښې مرستياله وګرځي،ميډ اِن پاکستان ايکسپو د هېواد د صنعت او برآمدات سباؤن روښانه عكس دے، حکومت اېس ايم ايز له فنانس، ټيکنالوجي او تر مارکيټ رسنه وركوي۔ده ووئيل 20 څخه زيات کلسټرز سره 174 اېس ايم ايز ويليو ايډډ مصنوعات نندارتون كښې وړاندې كيږي۔ هارون اختر خان ووئيل د پاکستان په تاريخ کښې وړومبې قومي اېس ايم اي کلسټر نندارتون كيږي، ايکسپو اېس ايم ايز د مارکيټ، سرمايه کارۍ او نړيوالو خريدارو سره د تړلو پليټ فارم دے۔ ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف وژن ترمخه اېس ايم اي سيکټر به په جديد بنيادونو روانولې شي،کلسټر او په ډيټا اډانه اېس ايم اي پرمختګ به معيشت كښې بدلون راولي،مونږ به د هېواد څخه د ښه اېس ايم ايز شفاف انتخاب کوو۔ هارون اختر خان ووئيل بلوچستان، آزاد کشمير، ګلګت بلتستان او کاروباري ميرمنو ته خاص پام لرنه كيږي۔ده ووئيل اېس ايم ايز د پاکستان د معيشت د ملا تير دے۔ده ووئيل ايکسپو مائيکرو او سمال انټرپرائزز به نړيوالو منډيو كښې د مقابلے جوګه كولې شي،دا نندارتون يواځې د مصنوعات نه،د پاکستان د هنر، حوصلے او صلاحيت نندارتون دے۔

مزید خبریں