اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي )وزيراعظم محمد شهباز شريف د تعليم او تربيې څانګې سره تعلق لرونكو كسانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د پاكستان صلاحيت لرونكې ځوانان زمونږ قيمتي اثاثه ده كومو ته چې د تعليم٬تربيت او هنرمندۍ ښه موقعو وركولو ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د تعليم نړيوالې ورځ په موقع په …
حكومت د تعليم نظام موثر او د ځوانانو خپلواكه كولو ته د بېلا بېل پروګرامز د لارې خاص پام لرنه كوي۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف د تعليم نړيوالې ورځ په موقع پیغام

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي )وزيراعظم محمد شهباز شريف د تعليم او تربيې څانګې سره تعلق لرونكو كسانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د پاكستان صلاحيت لرونكې ځوانان زمونږ قيمتي اثاثه ده كومو ته چې د تعليم٬تربيت او هنرمندۍ ښه موقعو وركولو ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د تعليم نړيوالې ورځ په موقع په خپل پیغام كښې وزيراعظم ووئېل (نن)د خالي په ورځ د پاكستان ټولې نړۍ سره په يو غږ په بشپړ انداز د ټولې نړۍ په خاص توګه د پاكستان تعليم او تربيت سره تعلق لرونكو كسانو ته پيرزوئنې وړاندې كوي۔ده ووئيل زه په ذاتي تژكه ټول اولس٬زده كوونكو٬استاذانو٬والدين٬معلمين او محقيقن ته د زړه نه مباركي وركوم كوم چې په ټول هېواد كښې د تعليم او تربيت او علم ودې لپاره هڅې كوي۔وزيراعظم ووئيل سږ كال دا نړيواله ورځ”د تعليم په مشتركه تشكيل كښې د ځوانانو طاقت”ډېر موزو سر خط له مخې لمانځلې كيږي۔دا عنوان زمونږ په دور كښې د ځوانانو طبقې تعليم نظام كښې د يو فعاله شراكتدار په توګه ترجماني كوي٬ يو داسې تعليمي نظام كوم چې د حاضر وخت ٬جدت او سباؤن تقاضو څخه سم٬جامع او موثر وي۔ده ووئيل د پاكستان صلاحيت لرونكې ځوانان زمونږ قيمتي اثاثه ده كومو ته چې د تعليم٬تربيت او هنرمندۍ ښه موقعې وركولو ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي٬د پاكستان آئين به په خاص توګه آرټيكل 25- اے د وفاقي او صوبائي حكومتونو د تعليم ودې او اصلاحات په اړه رهنمائي كوي۔ده ووئيل د پاكستان حكومت د تعليم نظام موثر او د ځوانانو خپلواكه كولو ته د اعلٰی تعليم او د مهاروتونو د ودې بيل پروګرامز د لارې خاص پام كوي٬په دې پروګرامز كښې اعلٰی تعليم لپاره پراخه شوې وظائف٬د ميرټ په بنياد مالي معاونت او وزيراعظم ليپ ټاپ سكيم شامل دي۔د دې پروګرامز مقصد د زده كوونكو تر ډيجيټل وسائل رسنه٬تحقيقي صلاحيت كښې اضافه او په نړيواله كچه د علم او معيشت څخه هم آهنګ كولو موقعې وركول دي۔وزيراعظم ووئيل ټولو طبقو سره د تعلق لرونكو ځوانانو خپلواكه كولو د تګلارې مهم اړخ فني او پيشه وره تعليم او د تربيت وده ده٬دغسې چې هنرمندي او مهارت قامي د ضروريات او ڼړيوالو موقعو له مخې وي۔ده ووئيل د وزيراعظم يوتھ سكلز ډويلپمنټ پروګرام له مخې نېشنل ووكيشنل اينډ ټيكنيكل ټريننګ كمېشن د لارې په ټول هېواد كښې موثر او د ضروريات تر مخه د تربي ګڼ شمېر اقدامات كولې شي۔په دې اقدامات كښې مصنوعي ذهانت٬روبوټكس٬آټو ميشن او جديد ټېكنالوجيز پشان رامخې ته شوو څانګو كښې د مهارتونو تربيه شامله ده ٬په قامي كچه هنرمندۍ لپاره د اقدامات د لارې د مدرسو ځوانان هم قومي نظام كښې شاملولې شي دغسې چې هغوي باوقار روزګار او كاروباري موقعو څخه مستفيد شي او په ټولنه كښې مثبت كردار ادا كړي او ميرمنو لپاره د خاص پروګرامونو د لارې تكنيكي٬ډيجيټل او د كورونو په بنيادونو مهارتونو ته وده وركړې كيږي ٬ چې ورسره به د ميرمنو معاشي شموليت او معاشي خود انحصارۍ ته وده ترلاسه شي۔وزيراعظم ووئيل د تعليم په نړيواله ورځ ټولو تعليمي ادارو٬زده كوونكو٬استاذانو٬والدين او سول سوسائټۍ ته خواست كوم راځۍ چې په ګډه د ځوانانو او راتلونكو نسلونو لپاره يو داسې تعليمي ماحول جوړ كړو كوم چې معياري نظريه و فكر٬ د ټولو طبقو ګډون٬محنت عظمت٬علم او تحقيق ٬ جديد تقاضو او د ټول عمري زده كړی جذبې ته وده وركوي او د دې عزم تجديد وكړي چې د ځوانانو روښانه سباؤن به د تعليم٬ هنر او مهارت نظام محور جوړوو۔










