اسبلام آباد۔ 23 جنوري (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتونو په مهال كشمير ٬ بره خېبر پښتونخوا ٬ ګلګت بلتستان او شمال مشرقي پنجاب كښې د تندو هواګانو او پړق پروق سره د شديد باران او په غرونو د وارورې ورېدو امكان دے ۔ د موسميات محكمې تر مخه د هېواد په نورو برخو كښې به موسم اوچ او يخ وي۔ د موسميات محكمې وېنا ده د خالي په …
د راروانو 24 ساعتو په مهال كشمير ٬ خېبر پښتونخوا ٬ ګلګت بلتستان٬ پنجاب كښې د سيلۍ سره د باران او په غرونو د واورې امكان دے

مزید خبریں
اسبلام آباد۔ 23 جنوري (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتونو په مهال كشمير ٬ بره خېبر پښتونخوا ٬ ګلګت بلتستان او شمال مشرقي پنجاب كښې د تندو هواګانو او پړق پروق سره د شديد باران او په غرونو د وارورې ورېدو امكان دے ۔ د موسميات محكمې تر مخه د هېواد په نورو برخو كښې به موسم اوچ او يخ وي۔ د موسميات محكمې وېنا ده د خالي په شپه د تېز باران او سختې واورې له امله د كاغان ٬ ناران ٬ دير ٬ سوات ٬ كالام ٬ چترال ٬ كوهستان ٬ مانسهره ٬ اېبټ آباد ٬ شانګله ٬ استور ٬ هنزه ٬ سكردو ٬ مري ٬ ګليات ٬ وداي نيلم ٬ باغ ٬ پونچه ٬ حويلو او راولاكوټ كښې دلارو بندېدو او خوئېدو له امله د ټرافك روانۍ كښې د خلل رامخې ته كېدو اندیښنه ده ٬ دغسې د تېز باران او سختې واورې ورېدو څخه خېبر پښتونخوا ٬ كشمير او ګلګت بلتستان كښې په غرئيزو سيمو كښې د لېنډ سلائيډنګ او د واورې كمرو رغړېدو خطر دے ۔ سېلګرو ته مختاط پاتي كېدل پكار دي او د غېر ضروري مزل نه ډډه پكار ده۔سبا د خالي په ورځ د هېواد په زياتره برخو كښې به موسم اوچ وي خو په خېبر پشتونخوا ٬ كشمير ٬ ګلګت بلتستان او شمالي بلوچستان كښې به ډېر يخ او چرته چرته وريځ وي۔ دغسې په زياتره سيمو كښې د يخې سيلۍ چلېدو توقع ده۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال تر ټولو زيات باران كشمير كښې په مظفر آباد كښې 91 ٬ ګړهي دوپټه كښې 63٬ ٬ كوټلي كښې 59 ٬ خېبر پښتونخوا كاكول كښې 77 ٬ چراټ كښې 63 ٬ كالام كښې 59 ٬ بالاكوټ كښې 56 ٬ سيدو شريف كښې 54 ٬ كوز دير او پټن كښې 49٬ پیښور ښار كښې 46 ٬ باچا خان هوائي مېدان كښې 42 ٬ چترال كښې 39 ٬ دروش كښې 35 ٬ دير كښې 18 ٬ بنو او ډيره اسماعيل خان كښې 09 ٬ اسلام آباد كښې 46 ٬ مري كښې 38 ٬ چكوال كښې37 ٬ سرګودها كښې 26 ٬ جهلم 23٬ لاهور كښې 21 ٬ ګجرات كشې 20 ٬ ملتان كښې 19 ٬ ګوجرانواله كښې 15 ٬ فېصل آباد كښې 04 ٬ بلوجستان قلات كښې 27 ٬ ګلګت بلتستان چلاس او استور كښې 12 رېكارډ كړے شو۔ دغسې په مالم جبه كښې 58 ٬ كالام كښې 30 ٬ چترال كښې 17 ٬ مري كښې 16 ٬ پاړا چنار كښې 15 ٬ راولاكوټ كښې 12 ٬ بره دير كښې 06٬ سكردو 03 ٬ قلات 02 او كوئټه كښې 01 انچ واوره رېكارډ كړې شوه۔ د جمعې په ورځ تر ټولو لږه د حرارت درجه قلات كښې 12 ٬ زيارت كښې 11 ٬ كوئټه 08 ٬ پاړا چنار كښې 07 ٬ كالام كښې 04 رېكارډ كړې شوه۔










