حکومت د برآمد کوونكو د حقونو تحفظ له جدي اقدامات كوي: خواجه آصف

سیالکوټ۔ 23 جنوری (اے پی پی) د دفاع وزیر خواجه آصف وئيلي دي حكومت د برآمد كوونكو د حقونو تحفظ له جدي ګامونه پورته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د سيالكوټ چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري آډېټوريم كښې د بزنس كميونټۍ غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په غونډه كښې د صوبائي اسمبلۍ غړي چوهدری فېصل اکرام، ګروپ لیډر سیالکوټ بزنس کمیونټی ریاض الدین شېخ، صدر سیالکوټ چېمبر آف کامرس …

سیالکوټ۔ 23 جنوری (اے پی پی) د دفاع وزیر خواجه آصف وئيلي دي حكومت د برآمد كوونكو د حقونو تحفظ له جدي ګامونه پورته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د سيالكوټ چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري آډېټوريم كښې د بزنس كميونټۍ غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په غونډه كښې د صوبائي اسمبلۍ غړي چوهدری فېصل اکرام، ګروپ لیډر سیالکوټ بزنس کمیونټی ریاض الدین شېخ، صدر سیالکوټ چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری سید احتشام مظهر، سینئر نائب صدر مراد ارشد، نائب صدر سلمان شېخ، پخوانو مشرانو او بزنس كميونټي غړو ګډون وكړو۔ ۔وفاقی وزیر د چېمبر عهدېدارو سره د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع خواجه آصف ووئيل اېکسپورټ ډیولپمنټ فنډ د برآمد كوونكو خپله پېسه ده كومه چې بايد دوي په خېر ښیګړه مصرف كړې شي٬ حكومت په دې هېڅ حق نه لري۔ ده ووئيل د علامه اقبال كتابتون په ښكلا 100 ملينه روپۍ مصرف كولې شي او دا به ډيجيټل آسانۍ لرونكې عصري كتابتون شي۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې دا كتابتون د مسلم ليګ ن كتابتون و ٬ په دې كښې 80 څخه تر 90 فیصده برخه د زما د ارواښاد پلار خواجه صفدر ده۔ د هغه ذاتي كتابونه په دې لائبريرۍ كښې موجود دي۔ ده ووئيل پنجاب حكومت واسا ته د ښار ټولو منصوبو او نظام بهترۍ له د 16 اربه روپو منظوري وركړې ده۔ د دفاع وزیر د دې عزم څرګندونه وكړه چې ښار څخه تجاوزات به ختمولې شي

مزید خبریں