د رجب په مهال يو كروړ 48 لكه زائرين د عمرې سعادت ترلاسه كړو

رياض 23جنوری(اے پی پی)د حج او عمرې وزارت او د مسجد الحرام او مسجد نبوي چارو جنرل اتهارټي وئېلي دي د اسلامي مياشتې رجب په مهال د عمرې سعادت ترلاسه كوونكو شمېره 1 كروړ 48 لكه څخه زياته شوه ۔د العربيه اردو له مخې دواړو ادارو لخوا جاري سركاري شمېرو په اړه د حرمين شريفين زائرينو كښې ځانګړے زياتوالے او د الله پاك مېلمنو ته د وركړے كېدونكو خذمات په …

رياض 23جنوری(اے پی پی)د حج او عمرې وزارت او د مسجد الحرام او مسجد نبوي چارو جنرل اتهارټي وئېلي دي د اسلامي مياشتې رجب په مهال د عمرې سعادت ترلاسه كوونكو شمېره 1 كروړ 48 لكه څخه زياته شوه ۔د العربيه اردو له مخې دواړو ادارو لخوا جاري سركاري شمېرو په اړه د حرمين شريفين زائرينو كښې ځانګړے زياتوالے او د الله پاك مېلمنو ته د وركړے كېدونكو خذمات په نظام كښې د ښې كاركردګۍ څرګندونه ده ۔۔د عمرې سعادت ترلاسه كوونكو شرح كښې دا زياتوالے د سعودي عرب پرله پسې هڅو برخه ده چې مقصد يې حج٬عمره او زيارت نظام لا ښه كول دي دغسې چې د وژن سعودي عرب 2030 اهداف سر كړے شي ۔د دې وژن مقصد ټولې نړۍ څخه د مسلمانانو لپاره تر حرمين شريفين رسنه آسانول او معتمرين ته د سفر منصوبه بندۍ نه تر سعودي عرب روانګۍ يو بشپړه روحاني تجربه وركول دي۔

مزید خبریں