د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د ګلوبل مسلم بزنس فورم اعزازي سرپرست غوزره كړے شو

اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د ھغه د خدمات او هلو ځلو له مخې د ګلوبل مسلم بزنس فورم (جي اېم بي اېف) اعزازي سرپرست غوره كړے شوے دے۔ د سينيټ سيکريټريټ لخوا د جاري بيان له مخې دا اعزاز دوي ته د ھغه تاريخي كاميابۍ نه څو مياشتې وروسته ترلاسه شوے كله چې دوي د بين الپارلماني سپيکرز کنفرنس (آئي …

اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د ھغه د خدمات او هلو ځلو له مخې د ګلوبل مسلم بزنس فورم (جي اېم بي اېف) اعزازي سرپرست غوره كړے شوے دے۔ د سينيټ سيکريټريټ لخوا د جاري بيان له مخې دا اعزاز دوي ته د ھغه تاريخي كاميابۍ نه څو مياشتې وروسته ترلاسه شوے كله چې دوي د بين الپارلماني سپيکرز کنفرنس (آئي اېس سي) د باني چيئرمېن په حېث په پاکستان كښې يو ريكارډ ساز د نړيوالو مشرانو كوربتوب وكړو چې پكښې د نړۍ د 45 هېوادونو پارلماني سپيكرز او د لوړې كچې پلاويو ګډون كړے ؤ ۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ته په رسمي توګه د ګلوبل مسلم بزنس فورم د اعزازي سرپرست جوړېدو بلنه وركړې شوې ده۔ د يادونې وړ ده دا فورم يو موثره نړيوال پلېټ فارم دے كوم چې په اسلامي نړۍ كښې د ذمه واره اقتصادي قيادت، شريكې مرستې او تل پاتې پرمختګ ودې لپاره هلې ځلې كوي٬ دا نامزدګي د چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د سينئر سياستمدار، د پارلماني غړي او د آئين حکمرانۍ او سيمه ايزې مرستې د قوي پلوي په توګه د زياتېدونكې نړيوال شناخت عكاسي كوي۔

مزید خبریں