بيجنګ 23 جنوري (اے پي پي) د چين صدر شي جن پھنګ د برازيل صدر لوئز انا سيو لولا ډا سلوا سره ټېلي فوني تماس نيولے دے چې پكښې دواړو مشرانو د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره په ګډه كار كولو ته سلاح يوه كړې۔ د سي جي ټي اېن له مخې د چين صدر په دې موقع ووئيل په كال 2024 كښې ما صدر لولا ډا سلوا سره په …
د چين صدر د برازيل خپل همڅنګ سره ټېلي فوني تماس

مزید خبریں
بيجنګ 23 جنوري (اے پي پي) د چين صدر شي جن پھنګ د برازيل صدر لوئز انا سيو لولا ډا سلوا سره ټېلي فوني تماس نيولے دے چې پكښې دواړو مشرانو د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره په ګډه كار كولو ته سلاح يوه كړې۔ د سي جي ټي اېن له مخې د چين صدر په دې موقع ووئيل په كال 2024 كښې ما صدر لولا ډا سلوا سره په مشتركه توګه اعلان كړے ٶ چې د دوه اړخيزه اړيكو مشتركه ګته له دې د ټولنې مفاد لپاره وده وركړې شي دغسې چې منصفانه نړۍ جوړه شي او تل پاتې پرمختګ باوري شي۔ د چين صدر ووئيل سږ كال د چين د پنځلسمې پنځه كلنې منصوبې د پېل كال دے٬ چين به د لوړې كچې اوپن مائنډ د لارې د اعليٰ معيار پرمختګ ته وده وركوي او چين به براِزيل له د مرستې نورې موقعې وركوي۔ په دې موقع د برازيل صدر ووېيل برازيل دوه اړخيزه اړيكې او لاطيني امريکې او چين سره اړيكو ته لا ودې وركولو لپاره چين سره په ګډه كار كولو له چمتو دے۔ هغه ووئيل موجوده نړيوال صورتحال اندېښمن دے٬ برازيل د ملګرو ملتونو مركزي حېثيت په ځاے ساتلو٬ د بركس مرسته قوي كولو او د سيمه ايز او نړيوال استحكام تحفظ لپاره چين سره په ګډه كار كولو ته چمتو دے۔










