سينيټر سليم مانډوي والا په امريكا كښې پارليماني رابطو ته ودې وركولو له غونډه كښې مؤثر نمائندګي وكړه

واشنګټن ډی سی۔23 جنوری(اے پی پی) سېنېټر سليم مانډوي والا په امريكا كښې د بېلو پارليماني او كميونټي په غونډو كښې د پاكستان نائندګي وكړه چې مقصد يۍ د دواړو هېوادونو ترمينځه د قانون ساز ادارو په كچه رابطو او مكالمو ته وده وركول وو۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په 22 جنوری 2026 د امریکی کانګرېس رے برن هاؤس آفس بلډنګ كښې يو كانګرېشنل …

واشنګټن ډی سی۔23 جنوری(اے پی پی) سېنېټر سليم مانډوي والا په امريكا كښې د بېلو پارليماني او كميونټي په غونډو كښې د پاكستان نائندګي وكړه چې مقصد يۍ د دواړو هېوادونو ترمينځه د قانون ساز ادارو په كچه رابطو او مكالمو ته وده وركول وو۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په 22 جنوری 2026 د امریکی کانګرېس رے برن هاؤس آفس بلډنګ كښې يو كانګرېشنل سېشن وشو چې كوربتوب يۍ د پاکستان پالیسي انسټي ټیوټ امریکا (PPI-USA) چیئرمېن ډاكټر غلام مجتبیٰ وكړو۔ په دې غونډه كښې د امريكائي كانګريس غړو سره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګډون كوؤنكو پاكستان سره د پارليماني او اداره جاتي كچې پرله پسې رابطو كښې ژوره خوښي ښكاره كړه۔ د كانګريس غړو سره دا ملاقات د يو پيچلي سيمه ايزو صورتحال په تناظر كښې وشو په كوم كښې چې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو كښې د پاكستان كردار او اهميت په ډاګه كړے شو۔ د مكالمې په مهال پارليماني رابطو ته ودې وركولو ٬ تزويراتي استحكام او پاكستان امريكا اړيكو كښې د پاکستانی نژاد امريكائي كميونټيمثبت او تعميري كردار ته خصوصي پام وګرځولے شو۔ دا دوره د پاكستان لخوا د پارليماني سفارتكارۍ مضبوطولو او امريكې سره په بېلو كچو د رغنده او بامقصده رابطو عزم عكاسي كوي

مزید خبریں