د پارليمان شريكه غونډه كښې د كورني تشدد (روک تھام وتحفظ) بل 2025 منظور شو

اسلام آباد۔23جنوری(اے پی پی) د پارلیمان شريكې غونډې د كورني تشدد(روک تھام وتحفظ) بل 2025 منظوري وركړه۔ د جمعې په ورځ د پارليمان شريكه غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غړې شرميلا فاروقي د كورني تشدد (روک تھام وتحفظ) بل 2025 ایوان ته د وړاندې كولو تحريك پېش كړو د كوم چې ايوان منظوري وركړه۔ ايوان د بل په اړه د شرميلا فاروقي د بدلون منظوري هم وركړه۔ وزیرمملکت بیرسټر عقیل …

اسلام آباد۔23جنوری(اے پی پی) د پارلیمان شريكې غونډې د كورني تشدد(روک تھام وتحفظ) بل 2025 منظوري وركړه۔ د جمعې په ورځ د پارليمان شريكه غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غړې شرميلا فاروقي د كورني تشدد (روک تھام وتحفظ) بل 2025 ایوان ته د وړاندې كولو تحريك پېش كړو د كوم چې ايوان منظوري وركړه۔ ايوان د بل په اړه د شرميلا فاروقي د بدلون منظوري هم وركړه۔ وزیرمملکت بیرسټر عقیل ملک ووئيل په كورني تشدد كښې په لومړي ځل سړي هم شامل كړې شوي دي او له دې كبله هغه د شرميلا فاروقي د بدلون مخالفت نه كوي۔ په غونډه كښې د عاليه كامران او سېنېټر كامران مرتضی بدلونونه مسترد كولو سره د بل شق واره منظوري وركړې شوه۔ سېنټر کامران مرتضیٰ په بل كښې ترميم وړاندې كولو سره ووئيل په بل د صدر مملكت اعتراضات نه دي ختم كړے شوي۔ ده ووئيل بل سره به خانداني نظام زيانمن شي۔ عالیه کامران په بل كښې ترميم وړاندې كولو سره ووئيل د دې بل په اړه مولانا فضل الرحمن رائے وركول غواړي۔ وزیر مملکت طلال چوهدری د بدلونونو مخالفت نه كولو سره ووئيل د دواړو ايوانونو په قائمه كمېټيو كښې د دې معاملې تفصيلي جاج اغستلے شوے دے او په متفقه توګه چارې ترسره شوي دي ځكه زه د بدلون مخالفت نه كوم۔

مزید خبریں