اسلام آباد۔23جنوری(اے پی پی)د پارليمان شريكه غونډه كښې د كراچۍ په ګل پلازه شاپنګ مال كښې لګېدلې تباهي كونكې اور په نتيجه كښې په شوي ځاني او مالي زيان د غم دړد څرګندونه٬ځپليو سره د يو والي او سمدستي او جامع اصلاحت په غوښتنه اډانه قرارداد په اتفاق سره منظور شوے دے ۔د جمعې په ورځ د پارليمان په شريكه غونډه كښې په دې اړه ډاكټر فاروق ستار قرارداد وړاندې …
د پارليمان شريكه غونډه كښې د كراچۍ شاپنګ مال پېښې ځپليو سره يو والي٬سمدستي او د جامع اصلاحات په غوښتنه اډانه قرارداد منظور

مزید خبریں
اسلام آباد۔23جنوری(اے پی پی)د پارليمان شريكه غونډه كښې د كراچۍ په ګل پلازه شاپنګ مال كښې لګېدلې تباهي كونكې اور په نتيجه كښې په شوي ځاني او مالي زيان د غم دړد څرګندونه٬ځپليو سره د يو والي او سمدستي او جامع اصلاحت په غوښتنه اډانه قرارداد په اتفاق سره منظور شوے دے ۔د جمعې په ورځ د پارليمان په شريكه غونډه كښې په دې اړه ډاكټر فاروق ستار قرارداد وړاندې كړو د كوم چې ايوان په اتفاق سره منظوري وركړه۔د قرارداد په متن كښې وئېلې شوي پارليمان د كراچۍ په ګل پلازه شاپنګ مال كښې په لګېدلې تباهي كونكې اوور د غم دړد او افسوس څرګندونې سره په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره غمرازي او د يو والي څرګندونه كوي او د ژوبل شو زر روغتيا لپاره لاس په دعا دے ٬پارليمان فائر فائټر فرقان علي ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كوي چا چې د فرض ادائيګۍ په مهال د خپل ځان نذرانه وړاندې كړه او دغسېد ټولو فائر فائټرز جرات او بهادرۍ ته سلام كوي٬پارليمان د دې تشويشناك حقيقت نوټس اخلي چې كومو سنګينو كوتاهيو يوه پېښه په اجتماعي پېښه بدله كړی٬هغه په رپورټ كښې په واضحه توګه وړاندې راغلې٬پارليمان د سنده حكومت څخه غوښتنه كوي چې ځپليو كورنيو ته مناسب معاوضه وركړي او د ځپليو كاروباريانو سمدستي بحالي باوري كړي۔د ټولو تجارتي او استوګنو ودانيو په ټولو ښارونو كښې په بيړني بنيادونو فائر رسك آډټ وكړے شي٬فائر اسټيشنز شمېره او فائر فائټنګ آلات كښې ښه زياتوالے وكړے شي۔پارليمان د وفاقي حكومت څخه غوښتنه كوي چې په دې بحراني صورتحال كښې د سندھ حكومت ته ضروري سهولتونه او بشپړه مرسته وركړي٬پارليمان د غم په دې ګهړۍ كښې د كراچۍ اولس او ځپليو كورنيو سره پعه متفقه توګه د يو والي څرګندونه كوي او د دې عزم پخلے كوي چې د ګل پلازې په پېښه كښې په حق رسېدلې ځانونه به ضائع نه ځي۔پي پي پي سينيټر شيري رحمان د قرارداد منظورۍ نه پس په خپل خطاب كښې ووئېل مونږ په قرارداد لاس ليك كړے او اتفاق كوو چې دا يوه سنګينه پېښه وه٬ د سهار نه تر ماښام ميډيا آډټ او حساب اخلي او دا په ځاے هم ده ٬مونږ په خپلو ذمه وارو پوهېږو٬كراچۍ د ټولو ښار دے٬كراچۍ ټولو ته هے كلے وئېلے ٬ دې ووئېل كراچۍ د پښتنو تر ټولو لويې ښار دے۔كراچۍ كښې د اوبو مسئله هم ده٬ټولو له به په ګډه كار كول وي٬دا معامله دې د لسانيت او صوبائيت مسئله جوړه نه كړی شي۔دې ووئيل داسې وخت كښې كله چې د پېښې ځاے څخه مړي راوځي٬په مړو دې سياست ونه كړے شي۔










