اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) خزانې او رېلوے لپاره وزير مملکت بلال اظهر کياني وئيلي دي چې پخواني حکومت د خپلې سياسي انا او د اقتدار په وېره كښې پاتې كېدو سره پاكستان ديواليه كېدو رسولې۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې ده ووئيل كله چې دوي ته دا اندازه وشوه اقتدار ترې روان دے نو قصدا ئې د آئي اېم اېف پروګرام سبوتاژ كړو٬ …
پخواني حکومت د خپلې سياسي انا او د اقتدار په وېره كښې پاتې كېدو سره پاكستان ديواليه كېدو رسولې۔ بلال اظهر کياني

مزید خبریں
اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) خزانې او رېلوے لپاره وزير مملکت بلال اظهر کياني وئيلي دي چې پخواني حکومت د خپلې سياسي انا او د اقتدار په وېره كښې پاتې كېدو سره پاكستان ديواليه كېدو رسولې۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې ده ووئيل كله چې دوي ته دا اندازه وشوه اقتدار ترې روان دے نو قصدا ئې د آئي اېم اېف پروګرام سبوتاژ كړو٬ حالانكه دوي معلومه وه چې د دې په نتيجه كښې هېواد سخت معاشي بحران سره مخ كېدې شي۔ ده ووئيل د ديواليه كېدو هم ھغه حالات وي كوم چې مونږ په سري لنکا كښې ليدلي چرته چې اولس ايندھن او د خوراك پخولو لپاره ګاز لپاره په قطارونو كښې اورېدل وو٬ دا د افسوس خبره ده چې د وخت وزيراعظم عمران خان د دې د نتيجو نه په بشپړه توګه خبر ٶ، د دې باوجود ھغه د رياستي مفادو په ضد پرېكړه وكړه٬ بلال اظهر کياني ووئيل چې په كال 2022 كښې چې كله موجوده اتحادي حکومت اقتدار سنبھال كړو نو مونږ ته د آئي اېم اېف يو سبوتاژ پروګرام په ورثه كښې ترلاسه شوې٬ حکومت قامي مفادو ته ترجيح وركولو نه يوازې دا پروګرام بحال كړو بلكې د نړيوالو مالياتي ادارو باور ئي هم بحال كړو چې په نتيجه كښې ئې پاكستان د ديواليه كېدو نه بچ شو او معاشي استحکام پلو روان شو۔ ده ووئيل چې حكومت په كال 2024 كښې د آئي اېم اېف له مخئ ټول هدفونه ترسره كړي، د مني بجټ وړاندې دعوے غلط ثابت شوې٬ په ګرانۍ كښې واصح كمې راغلو او مالي نظم او ضبط بحال شو۔ ده په اپوزيشن زور راوړو چې ھغوي په معاشي استحکام كښې په زړه پورې كردار نشي لوبولې نه كم از كم خنډان مه جوړېږۍ۔ ده ووئيل چې حکومت مشاورت، سپېځلتيا او د پارلماني سرلوړۍ د اصولو له مخې مخ په وړاندې روان دے۔










