اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) د پارلمان مشتركه غونډه كښې د جمعې په ورځ د درېو بلونو منظوري وركړې شوه٬ په دريو واړو بلونو كښې د حكومتي غړو بدلونونو منظورېدو سره د اپوزيشن بدلونونه په اكثريت سره مسترد كړے شول ۔ د جمعې په ورځ د پارلمان په مشتركه غونډه كښې د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري د قانون وفاقي وزيراعظم نذير تارړ لخوا بشري …
د پارلمان شريكه غونډه٬ د دانش سکولز اتھارټۍ بل پشمول د درېو بلونو منظوري وركړې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) د پارلمان مشتركه غونډه كښې د جمعې په ورځ د درېو بلونو منظوري وركړې شوه٬ په دريو واړو بلونو كښې د حكومتي غړو بدلونونو منظورېدو سره د اپوزيشن بدلونونه په اكثريت سره مسترد كړے شول ۔ د جمعې په ورځ د پارلمان په مشتركه غونډه كښې د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري د قانون وفاقي وزيراعظم نذير تارړ لخوا بشري حقونو لپاره د قامي كمېشن بدلون بل 2025 ايوان كښې وړاندې كولو لپاره تحريك وړاندې كړو كوم چې منظور كړے شو٬ د دغې نه وروستو ايوان د بل شق وار منظوري وركړه٬ ايوان په بل د شازيه مري بدلون منظور او د عاليه کامران او مرتضي ملك بدلونونه مسترد كړل۔ وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري د وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي لخوا د دانش سکولز اتھارټي بل 2025 ايوان ته د وړاندې كولو تحريك وړاندې كړو د كوم چې ايوان منظوري وركړه٬ په بل كښې د وفاقي وزير ډاکټرطارق فضل چوهدري بدلون ايوان منظور كړو او د عاليه کامران او سينيټر کامران مرتضيٰ بدلونونه ايوان مسترد كړل، د دغې نه وروستو ايوان د بل شق وار منظوري وركړه٬ د دې نه وړاندې سينيټر کامران مرتضيٰ بدلون وړاندې كولو سره ووئيل صوبائي حکومت په ډومين كښې د وركولو نه وړاندې د صوبو سره مشاورت ضروري دے۔ په مشترکه غونډه كښې د قامي اسبملۍ غړې شرميلا فاروقي د كورني تشدد (مخنيوي او تحفظ) بل 2025 تحريك غونډې ته وړاندې كړو د كوم چې ايوان منظوري وركړه٬ ايوان په بل د شرميلا فاروقي بدلون منظور كړو٬ دغسې وزير مملکت بيرسټرعقيل ملك ووئيل د كورني تشدد بل كښې په وړومبي ځل نارينه هم شامل كړې شوي ٬ دې لپاره زه به د شرميلا فاروقي د بدلون مخالفت نه كوم٬ په غونډه كښې د عاليه کامران او سينيټر کامران مرتضيٰ بدلونونه مسترد كولو سره د بل شق وار منظوري وركړې شوه۔ سينټر کامران مرتضيٰ په بل بدلون وړاندې كولو سره ووئيل په بل د صدر مملكت اعتراضونه نه دي ختم كړې شوي، ده ووئيل بل څخه به كورني نظام ته زيان ورسي٬ عاليه کامران په بل بدلون وړاندې كولو سره چې په دې بل مولانا فضل الرحمان خپله رائے وركول غواړي۔ دې ووئيل د بل په حق كښې د ملكيت مشاهده كول ضروري ده۔ طلال چوهدري د بدلون مخالفت كولو سره ووئيل دواړو ايوانونو په قائمه كمېټو كښې د دې معاملې په تفصيل سره جاج اخستلې شوے او په اتفاق د چارو پرېكړه شوې ٬ دې لپاره زه به د بدلونونو مخالفت كوم۔










