د سعودي خارجه وزير سره د مبلګرو ملتونو د كډوالو هائي کمشنر ملاقات

ډیووس۔23جنوري (اے پي پي) د سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان سره ډیووس كښې د كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو هائي کمشنر برھم صالح ملاقات وكړو ۔ د ایس پي اے تر مخه د ورلډ اکنامک فورم 2026 كلنې غوندې په موقع ملاقات كښې د سعودي عرب او د نړيوالې ادارې تر مينځه په شريکه مرستېه خبرې وشوې ۔ په دې مهال سعودي سوئټزر لینډ كښې سفیرعبدالرحمن الداود او …

ډیووس۔23جنوري (اے پي پي) د سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان سره ډیووس كښې د كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو هائي کمشنر برھم صالح ملاقات وكړو ۔ د ایس پي اے تر مخه د ورلډ اکنامک فورم 2026 كلنې غوندې په موقع ملاقات كښې د سعودي عرب او د نړيوالې ادارې تر مينځه په شريکه مرستېه خبرې وشوې ۔ په دې مهال سعودي سوئټزر لینډ كښې سفیرعبدالرحمن الداود او د خارجه وزیر صلاحكار محمد الیحیی هم موجود وؤ ۔یاد دې وي د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلی تېر كال پخوانے عراقي صدر برھم صالح د ادارې نوے هائی کمشنر ټاكلے ؤ ، هغه به تر 2030 فرائض تر سره كوي ۔ هغه د اټلي څخه تعلق لرونكې د فلیپو ګرینډي په ځائے دا چوكۍ سنبھال كړې ده ، څوك چې د 2016 نه د هائی کمشنر په عهده فائز ؤ ۔ د دې نه وړاندې د سعودي خارجه وزير سره په ډیووس كښې د سپین خپل هم منصب جوز مینویل الباریز هم ملاقات ووكړو چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو ، د سيمې او په نړيواله وضعه او د شرېكې خوښې په چارو خبرې وشوې ۔

مزید خبریں