اسلام آباد۔23جنوری(اے پی پی) د پارلیمان په شريكه غونډه كښې د دانش سكولز اتھارټي بل 2025 منظوري وركړې شوه۔ د جمعې په ورځ د پارليمان په شريكه غونډه كښې د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي لخواد دانش سكولز اتھارټي بل 2025 ايوان ته د وړاندې كولو تحريك پېش كړو د كوم چې ايوان منظوري وركړه۔ ايوان به بل د وفاقي …
د پارليمان شريكه غونډه – د دانش سكولز اتھارټي بل 2025 منظور كړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔23جنوری(اے پی پی) د پارلیمان په شريكه غونډه كښې د دانش سكولز اتھارټي بل 2025 منظوري وركړې شوه۔ د جمعې په ورځ د پارليمان په شريكه غونډه كښې د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي لخواد دانش سكولز اتھارټي بل 2025 ايوان ته د وړاندې كولو تحريك پېش كړو د كوم چې ايوان منظوري وركړه۔ ايوان به بل د وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري تراميم منظور او د عاليه كامران او سېنېټر كامران مرتضی تراميم مسترد كړل۔ وروستو ايوان د بل شق واره منظوري وركړه۔ دې څخه وړاندې سېنېټر كامران مرتضی ترميم وړاندې كولو سره ووئيل چې د صوبائي حكومت په ډومېن كښې له تللو څخه وړاندې بايد صوبو سره مشاورت وكړے شي۔










