اسلام آباد۔22جنوری(اے پی پی)د وزيراعظم په هدايات د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې زرعي او لائيو سټاك څانګو كښې د مرستې ودې لپاره د آسټرېليا هائي كمشنر ټموتهي كين سره د اعلٰی كچ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر٬لائيو سټاك كمشنر او د اړوندو ادارو سينئر افسرانو هم ګډون وكړو۔د غونډې په مهال د زرعي او لائيو سټاك …
د وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې زرعي او لائيو سټاك څانګو كښې د مرستې ودې لپاره د آسټرېليا هائي كمشنر سره غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد۔22جنوری(اے پی پی)د وزيراعظم په هدايات د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې زرعي او لائيو سټاك څانګو كښې د مرستې ودې لپاره د آسټرېليا هائي كمشنر ټموتهي كين سره د اعلٰی كچ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر٬لائيو سټاك كمشنر او د اړوندو ادارو سينئر افسرانو هم ګډون وكړو۔د غونډې په مهال د زرعي او لائيو سټاك پېداوار كښې اضافې٬تر ماركيټ رسنې٬بايو سيكيورټي چارو او تكنيكي مرستې په وده تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وفاقي وزير په دې موقع ووئيل پاكستان او آسټرېليا ترمينځه 1948 څخه د ملګرتيا اړيكې قائم دي او دولت مشتركه(كامن ويلتھ)غړي په حېث د دواړو هېوادونو ترمينځه شريك اقدار او ګټه موجود ده۔ده ووئيل پاكستان كښې د آسټرېليا هائي كمشنر موجودګي به دوه اړخيزه مرسته لا قوي كولو كښې مهم كردار ادا كړي۔وفاقي وزير د پاكستان معيشت كښې د كركيلې په مركزي حېثيت زور راوړولو سره ووئېل د هېواد نزدې 65 فيصد آبادي نيغ په نيغه يا بالواسطه كركيلې سره تعلق لري اود 36 فيصد روزګار انحصار په دې څانګه دے۔ده ووئيل د پاكستان زرعي معيشت نزدې 60 فيصد برخه په لائيو سټاك مشتمل ده خو په دې څانګه كښې پېداوار اوس هم كم دے۔ده دوه لويې چېلنجونه په ګوته كړل چې پكښې فوټ اينډ ماؤتھ ډيزيز(ايف ايم ډي)څخه پاك سيمو جوړولو او د ځناورو وزن او پېداوار كښې اضافه شامله ده دغسې چې د كروندګرو آمدن كښې ښه والے راوستلے شي۔د آسټريليا هائي كمشنر مسټر ټموتهي كين پاكستان سره اړيكې مهمې ګرځولو سره د پاكستان زرخيزه زمكې او زرعي صلاحيت وستائيل۔ده ووئيل د آسټريليا فائیټو سینیټري او نور ريګوليټري نظام ډيجيټلائز كوي او پاكستانو چارواكو ته به تكنيكي تبادلو او تربيت موقع وركولې شي۔ده برازيل كښې د خپلې پخوانۍ تجربې حواله وركولو سره د برازيل فوډ سيكورټي او زرعي پیداوار ماډول د تقليد وړ وګرځولو ۔د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر ووئېل آسټرېليا د لږو اوبو استعمال څخه زيات پېداوار ترلاسه كولو كښې ځانګړی تجربه لري كومې څخه چې پاكستان له د زده كړې ضرورت دے۔ده ووئيل حكومت شوګر سيكټر پشمول بيلو څانګو كښې اصلاحات او ډي ريګوليشن پلو روان دے۔دواړو ډلو زرعي او لائيو سټاك څانګو كښې تكنيكي مرستې٬تر ماركيټ ښه رسنې٬باقاعده روابط او د كار استعداد كښې اضافې د لارې مرسته لا قوي كولو ته اتفاق وكړو دغسې چې شريكې ګټې او سيمه ايز غذائي تحفظ ته وده وركړی شي۔










