سرينګر۔22جنوری (اے پي پي) کل جماعتي حریت کانفرنس د هند بھارت په غیر قانوني توګه د قبضې لاندې مقبوضه جموں و کشمیر، آزاد کشمیر او بهر هېوادونو كښې کشمیریانو ته غږ كړے دے چې هغوي په 26 جنورۍ د هند یوم جمهوریه د ”تورې ورځې “ په توګه ونماځي او نړۍ ته دا واضحه پیغام ورګري چب هغوي په خپل وطن د هند غیر قانوني قبضه مسترد کوي ۔د کشمیرمیډیا …
کشمیریان به د هند یوم جمهوریه د ” یوم سیاہ “ په توګه نمانځي ،حریت کانفرنس

مزید خبریں
سرينګر۔22جنوری (اے پي پي) کل جماعتي حریت کانفرنس د هند بھارت په غیر قانوني توګه د قبضې لاندې مقبوضه جموں و کشمیر، آزاد کشمیر او بهر هېوادونو كښې کشمیریانو ته غږ كړے دے چې هغوي په 26 جنورۍ د هند یوم جمهوریه د ”تورې ورځې “ په توګه ونماځي او نړۍ ته دا واضحه پیغام ورګري چب هغوي په خپل وطن د هند غیر قانوني قبضه مسترد کوي ۔د کشمیرمیډیا سروس تر مخه د کل جماعتي حریت کانفرنس وياند ایډووکیټ عبدالرشید مناس سرینګر كښې يو بیان كښې ووئېل هند په شخړيزه سيمه كښې د انسانیت خلاف سنګین جرائم كښې ككړ دے او د نړۍ تر ټولو د لويې جمهوري هېواد ادعا كونكے مقبوضه سيمه كښې ښه بے نقابه شوے دے ۔ ده ووئېل جمو و کشمیر په نړيواله كچه تسلیم شوې شخړيزه سيمه ده لهذا هند ته په مقبوضه سيمه كښې د خپلې یوم جمهوریه د دستورو د تابيا هيڅ حق نه دې تر لاسه ۔ وياند ووئېل هند د جموں وکشمیر په خاوره د کشمیریانو د خواهشات خلاف قبضه روانه ساتلې ده او هغه د کشمیریانو پیدائشي حق، حق خود ارادیت د طاقت په زور د پښو لاندې كړے ځكه یوم جمهوریه د کشمیریانو لپاره یوم سیاہ ده۔ ۔ د حریت کانفرنس وياند ن په امریکا هم زور راوړو چې هغه د کشمیر شخړه د ملګرو ملتونو قراردادونو او د کشمیریانو د هيلو له مخې هواري كښې کردار ادا کړي۔










