ختيز افغانستان كښې د افغان او امريكائي ځواكونو په ګډه عملياتو كښې 73 طالبان ووژل شول

كابل30 جون (اے پی پی)په ختيز افغانستان كښې د افغان او امريكائي ځواكونو په ګډه عملياتو كښې د 73 طالبانو د وژلو ادعا شوې ده دغسې هلمند كښې افغان ځواكونو د طالبانو د ځانمرګي بريد كوونكو د مشر نيولو ادعا كړې۔اورزګان او قندوز كښې د نښتو په مهال 26 او بل ځاي 14 عسكريت خوښي وژلې شوي۔د افغان مېډيا ترمخه كابل كښې د افغان دفاع وزارت د اړخه جاري بيان كښې وئېلي شوي د نورستان ولسوالۍ په كامدېش سيمه كښې افغان او امريكائي ځواكونو په ګډه عمليات كړي۔دا عمليات په دغه ولسوالۍ كښې د طالبانو د بريدونو نه وروستو شوي دې ۔د بيان ترمخه پھ دغه عملياتو كښې جنګي الوتكې هم كارولې شوي خو د طالبانو د اړخه تراوسه پھ دې اړه كوم بيان نه دې رامخې ته شوې۔افغان چارواكو ادعا كړې چې د ځانمرګو بريد كوونكو مشر مولوي نعمت الله د خپلو دوو ملګرو سره امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال لشكرګاه كښې نيولې۔د افغان چارواكو ترمخه دې كسانو د واړه اختر په مهال د ترهه ګرۍ پلان جوړولو۔بل خوا په اورزګان كښې افغان ځواكونو د 14 عسكريت خوښو د وژلو ادعا كړې