د وفاقي وزير سردار يوسف  پاكې روضې ته حاضري ، رياض الجنة كښې نوافل ،  د هېواد سلامتيا له يۍ دعا وكړه

مدینه منورہ۔5جون(اے پی پی)د مذهبي چارو او بېن المذاهب همغږۍ وفاقي وزير سردار يوسف په مسجد نبوي (ص) كښې پاكې روضې ته حاضر شو او دغلته يۍ ژور عقيدت او احترام سره د درود او سلام ډالۍ وړاندې كړه۔ وفاقي وزير په رياض الجنة كښې نفلونه وكړل او په دې موقع يۍ د اسلامي نړۍ يووالي ٬ د پاكستان پرمختګ ٬ د هېواد سلامتيا ٬ سوكالۍ او بقا لپاره خصوصي …

مدینه منورہ۔5جون(اے پی پی)د مذهبي چارو او بېن المذاهب همغږۍ وفاقي وزير سردار يوسف په مسجد نبوي (ص) كښې پاكې روضې ته حاضر شو او دغلته يۍ ژور عقيدت او احترام سره د درود او سلام ډالۍ وړاندې كړه۔ وفاقي وزير په رياض الجنة كښې نفلونه وكړل او په دې موقع يۍ د اسلامي نړۍ يووالي ٬ د پاكستان پرمختګ ٬ د هېواد سلامتيا ٬ سوكالۍ او بقا لپاره خصوصي دعاګانې وكړې۔ ده د حجاج كرامو په آسانيو او د حج آپرېشن په كاميابۍ د پاك پروردګار خصوصي شكر هم ادا كړو۔