ملګري ملتونه ۔22 جنوری(اے پی پی) پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته وئيلي دي چې د کیریبین هېواد هېټي د سباؤن دارومدار د دې د مشرتابه په پرېكنده ټاكنې او نړيوال او سيمه ايز يووالي دے ولې چې په هېواد كښې د ګېنګ ډلو كنټرول په تندۍ سره زياتېږي۔ د پاكستان لنډ مهاله استازي عثمان جدون ووئيل چې هېټي د سیاسی عدم استحکام، سکیورټی چېلنجونو ٬ بشري خواخوږۍ مسئلو …
د پاكستان په ملګرو ملتونو كښې د هيټي بحران حل كولو له د مشرتابه او نړيوال ملاتړ په حاجت زور

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔22 جنوری(اے پی پی) پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته وئيلي دي چې د کیریبین هېواد هېټي د سباؤن دارومدار د دې د مشرتابه په پرېكنده ټاكنې او نړيوال او سيمه ايز يووالي دے ولې چې په هېواد كښې د ګېنګ ډلو كنټرول په تندۍ سره زياتېږي۔ د پاكستان لنډ مهاله استازي عثمان جدون ووئيل چې هېټي د سیاسی عدم استحکام، سکیورټی چېلنجونو ٬ بشري خواخوږۍ مسئلو ٬ د حكمرانۍ بحران او د سماجي او اقتصادي زور ژورو ستونزو سره مخ دے۔ ده ووئيل سياسي عبوري موده په 7 فرورۍ ختمېدونكې ده له دې كبله ټولو فريقو له به د يووالي څرګندونه كول وي دغسې چې سياسي ګټې د هېواد د استحكام په هڅو حاوي نه شي۔ په خپل خطاب كښې عثمان جدون ووئيل په دې موقع كېدونكې پرېكړې بايد پوهې سره وكړې شي دغسې چې راروان نسلونه بې ثباتۍ او محرومو څخه وساتلې شي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د ملګرو ملتونو او نړيوالو همكارانو په مرسته به هېټي كښې ټاكنې وكړې شي او ټاكل كېدونكو استازو ته به اقتدار منتقل كړے شي۔ ده په هېواد كښې په روان ګېنګ تشدد او ددې په سماجي اثراتو ژوره اندېښنه ښكاره كړه۔ ده په خپل خطاب كښې د كوچنيانو د بھرتي كولو او د هغوي د استحصال سخته غندنه هم وكړه۔










