رام اللہ ۔21جنوري (اے پي پي)د اسرائیل پوځونو په سوئېلي غزہ پټۍ كښې په درځنونو فلسطینیانو كورنيو ته په جبري توګه د وتلو او كورونو پړیښودلو امر كړے دے ٬ كوم چې د اکتوبر جنګ بندۍ نه پس په وړومبي ځل داسې كېږي ۔ د العربیه تر مخه په دې اړه استوګنو او حماس د نھې په ورځ ووئېل پوځ د خپلې قبضې لاندې سيمې ته پراختيا وركوي ۔ د …
د جنګ بندۍ نه پس په وړومبي ځل اسرائیل د غزہ كورنيو ته په جبري توګه د وتلو امر

مزید خبریں
رام اللہ ۔21جنوري (اے پي پي)د اسرائیل پوځونو په سوئېلي غزہ پټۍ كښې په درځنونو فلسطینیانو كورنيو ته په جبري توګه د وتلو او كورونو پړیښودلو امر كړے دے ٬ كوم چې د اکتوبر جنګ بندۍ نه پس په وړومبي ځل داسې كېږي ۔ د العربیه تر مخه په دې اړه استوګنو او حماس د نھې په ورځ ووئېل پوځ د خپلې قبضې لاندې سيمې ته پراختيا وركوي ۔ د خان یونس په مشرق كښې د بني سهیلا استوګنو ووئېل دا کتابچه د ګل په ورځ الرقیب محله كښې په خیمه کیمپونو كښې مېشته كورنيو لپاره غورځولې شوې۔”سمدستي پیغام۔ دا سيمه د دفاعي پوځ په ولقه كښې ده ۔ تاسو له سمدستي د دې ځائے نه وتل پكار دي ،” دا پېغامونه په عربۍ ، عبرانۍ او انګریزۍ کتابچو كښې وئېلې شوي ۔ د جنګ بندۍ نافذ نه پس په وړومبي ځل اسرائیل د انخلاء پیغام کتابچې په دغه سيمو كښې غورځولې دي په كومو چې وروستو چھاپه وهلې شوه یا بمباري وكړې شوه۔










