برن۔21جنوری (اے پي پي)د سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان سره د سوئټزرلینډ په ډیووس ښار كښې د فلسطین وزیراعظم ډاکټر محمد مصطفې او د هالینډ خارجه وزیر ډیوډ وین ویل ملاقات كړے ۔ د اردو نیوز تر مخه د سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان سره د نهې په ورځ ډیووس كښې د فلسطین وزیراعظم ډاکټر محمد مصطفی ملاقات وكړو چې پكښې د دوه اړخيزه اړيكو جاج …
د سعودي خارجه وزیر سره ډیووس كښې د فلسطین وزیراعظم او د هالینډ خارجه وزير ملاقات

مزید خبریں
برن۔21جنوری (اے پي پي)د سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان سره د سوئټزرلینډ په ډیووس ښار كښې د فلسطین وزیراعظم ډاکټر محمد مصطفې او د هالینډ خارجه وزیر ډیوډ وین ویل ملاقات كړے ۔ د اردو نیوز تر مخه د سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان سره د نهې په ورځ ډیووس كښې د فلسطین وزیراعظم ډاکټر محمد مصطفی ملاقات وكړو چې پكښې د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغستلے شو۔ د دواړو لارښودو د ورلډ اکنامک فورم 2026 په مهال شوي ملاقات كښې د غزہ په صورتحال او په دې اړه په كېدونكو هلو ځلو خبرې وكړې۔ دغسې د سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان سره ډیووس كښې د هالینډ خپل هم منصب ډیوډ وین ویل هم ملاقات وكړو ۔ ملاقات كښې په مختلف څانګو كښې د دوه اړيخيزه اړيكو په مضبوطولو ، په سيمه ايز او ڼريوال صورتحال او په دې اړه د كېدونكو روانو هلو ځلو جاج واغستلے شو ۔ په دې موقع سوئټزرلینډ كښې د سعودي عرب سفیرعبدالرحمن الداود، د خارجه وزير دفتر ډائریکټر جنرل ولید الاسماعیل او د خارجه وزير صلاحكار محمد الیحیی هم موجود وو ۔ یاد دې وي د سعودي خارجه وزیر شهزادہ فیصل بن فرحان ورلډ اکنامک فورم كښې د سعودي پلاوي مشري كوي ۔ د سعودي پلاوي د نړيوال استحکام او د خوشحالۍ ودې لپاره د ګورنمنټ ، بزنس، سول سوسائټۍ او د تعلیمی ادارو لیډرز سره ښكاره او ګټورو خبرو كښې به برخه اخلي ۔ د ورلډ اکنامک فورم په مهال د ’’سعودي هاؤس‘‘ پویلین هم جوړ كړے شوے د كوم اهتمام چې د اقتصادیات و منصوبه بندۍ وزارت كړے دے۔










