د اثاثو ګوشوارې له جمع كولو وروستو د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د يو شمير غړو ركنيت بحال كړے شو

پېښور ۔ 21 جنوری (اے پی پی) الېکشن کمېشن آف پاکستان (ای سي پی) د مالی كال 25 ۔ 2024 اثاثو او واجبات ګوشوارې له جمع كولو وروستو د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د يو شمېر غړو ركنيت بحال كړے دے۔ د سرکاری نوټیفکېشن له مخې په غړو كښې عباد خان، احتشام علي ، ملک طارق اعوان، اشفاق احمد او شاہ ابو تراب خان بنګش شامل دي ۔ د الېكشن كمېشن …

پېښور ۔ 21 جنوری (اے پی پی) الېکشن کمېشن آف پاکستان (ای سي پی) د مالی كال 25 ۔ 2024 اثاثو او واجبات ګوشوارې له جمع كولو وروستو د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د يو شمېر غړو ركنيت بحال كړے دے۔ د سرکاری نوټیفکېشن له مخې په غړو كښې عباد خان، احتشام علي ، ملک طارق اعوان، اشفاق احمد او شاہ ابو تراب خان بنګش شامل دي ۔ د الېكشن كمېشن له مخې اوس غړو د ټاكلي وخت دننه د خپلو اثاثو او واجبات ګوشوارې جمع كولو سره د اړوند قانون د سېكشن 137 ذېلی دفعه (3) له مخې قانوني تقاضې ترسره كړې دي۔ د ګوشوارو له جمع كولو څخه وروستو الېكشن كمېشن د دغه غړو ركنيت بحالولو له خپل اختيارات وكارول ۔ په نوټيفكېشن كښې دا هم وئيلې شوي دي دا نوټيفېكشن د الېكشن كمېشن آف پاكستان منظورۍ سره جاري كړے شوے دے

مزید خبریں