اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د عدم تشدد نړیواله ورځ ولمانځل شوه۔ د دې ورځې د لمانځلو بنيادي مقصد په ټوله نړۍ كښې د عدم تشدد پیغام خپرولو سره سره د سولې، زغم او د یو بل منلو کلتور د پراختیا اهمیت څرګندول دي۔ د عدم تشدد نړیوالې ورځې د لمانځلو پرېکړه د 2007 کال د جون په 15 مه د ملګرو ملتونو …
د پاكستان په شمول ټوله نړۍ كښې د عدم تشدد نړيواله ورځ ولمانځلې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د عدم تشدد نړیواله ورځ ولمانځل شوه۔ د دې ورځې د لمانځلو بنيادي مقصد په ټوله نړۍ كښې د عدم تشدد پیغام خپرولو سره سره د سولې، زغم او د یو بل منلو کلتور د پراختیا اهمیت څرګندول دي۔ د عدم تشدد نړیوالې ورځې د لمانځلو پرېکړه د 2007 کال د جون په 15 مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د قرارداد A/RES/61/271 له مخې شوې وه دغسې چې په ټوله نړۍ کې د عدم تشدد پیغام ته پام راواړول شي۔ د عدم تشدد د نړیوالې ورځې په مناسبت د بېلابېلو دولتي، غیر دولتي او خیریه بنسټونو له لوري په جوړو شویو مراسمو کښې تاوتریخوالي څخه د ځان ساتنې په اړه پوهاوی ورکړې شو










