حېدرآباد۔ 21 جنوری (اے پی پی) د قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان كھچي وئيلي دي سندھ د اولیائے کرامو، دروېشانو او صوفیاﺀ كرامو خاوره ده چرته چې د مينې ٬ زغم او امن پېغام نسل در نسل منتقل كيږي٬ د حضرت شاہ عبداللطیف بھټائیؒ دربار ته په حاضرېدو مې زړه ته زيات سكون رسېدلے دے ٬ دلته په راتللو چې ما ته كوم روحاني سكون او د …
حكومت به د سندھ كلتور او ورثې ته ودې وركولو لپاره بشپړ انتظامات كوي: وفاقي وزير اورنګزيب خان كھچي

مزید خبریں
حېدرآباد۔ 21 جنوری (اے پی پی) د قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان كھچي وئيلي دي سندھ د اولیائے کرامو، دروېشانو او صوفیاﺀ كرامو خاوره ده چرته چې د مينې ٬ زغم او امن پېغام نسل در نسل منتقل كيږي٬ د حضرت شاہ عبداللطیف بھټائیؒ دربار ته په حاضرېدو مې زړه ته زيات سكون رسېدلے دے ٬ دلته په راتللو چې ما ته كوم روحاني سكون او د زړه خوشحالي محسوس شوه هغه بيانولې نه شم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده بھټ شاہ كښې د عظیم صوفي شاعر حضرت شاہ عبداللطیف بھټائیؒ په مزار حاضرۍ څخه وروستو اے پي پي سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل كامل يقين لرم چې پروردګار زمونږ دعاګانې د خپلو نېكانو بندګانو د اعمالو په وسيله قبلوي۔ وفاقي وزير ووئيل د سندھ كلتور د خپلې پراختيا او ښكلا له امله په ګرده نړۍ كښې نوموړے مقام لري۔ د دې ځاے د خلقو جامه ٬ د ناستې پاستې طريقه ٬ ژبه ٬ موسيقي او صوفي روايات زمونږ د قامي پېژندګلې قيمتي اثاثه ده۔ د شاہ سائیں د مينې پېغامِ نن هم د زړونو ترمينځه جوړ او په ټولنه كښې هم غږي پېدا كوي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت به صوبائي حكومت سره په ګډه د سندھ كلتوري ورثې تحفظ او دې ته ودې وركولو له عملي ګامونه پورته كوي۔ ده د سندھ آرکیالوجی او کلچر ډیپارټمنټ ګډې هڅې ستائېلو سره ووئيل ټولې ادارې په ګډه د سندھ تاريخي ورثې مضبوطولو كښې بوختې دي۔ وروستو وفاقي وزير د دربار په احاطه كښې د شاہ عبد اللطیف بھټائیؒ كلام واورېد٬ ده د مزار د بېلو برخو دوره هم وكړه











