نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار د ورلډ اکنامك فورم كلنې غونډې په موقع د پاتھ فائنډر ګروپ د پاکستان پويلين پرانسته وكړه

ډيووس 21 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د شورو په ورځ د ورلډ اکنامك فورم كلنې غونډې 2026 په موقع د پاتھ فائنډر ګروپ د پاکستان پويلين پرانسته كړې ده ۔ د خارجه دفتر له مخئ نائب وزيراعظم په نړيواله كچه د پاکستان د پراخه معاشي صلاحيت او رامخې ته كېدونكې موقعې مخ په وړاندې بوتللو لپاره د دې اقدام ستائنه وكړه …

ډيووس 21 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د شورو په ورځ د ورلډ اکنامك فورم كلنې غونډې 2026 په موقع د پاتھ فائنډر ګروپ د پاکستان پويلين پرانسته كړې ده ۔ د خارجه دفتر له مخئ نائب وزيراعظم په نړيواله كچه د پاکستان د پراخه معاشي صلاحيت او رامخې ته كېدونكې موقعې مخ په وړاندې بوتللو لپاره د دې اقدام ستائنه وكړه او د پاکستاني سټارټ اپس د جدت، تخليقي صلاحيت او په متحرك کردار يې رڼا واچوله٬ ده د سماجي او معاشي ترقۍ په وده او په بېلو څانګو كښې جدت ته په ودې وركولو كښې د سټارټ اپس د مهم كردار ذكر وكړو۔ ده د ځوانانو په قيادت كښې د چلېدونكې كاروباري منصوبې او د سټارټ اپس پشمول د ټولو كاروباري كسانو ډاډګېرنه او معاونت لپاره د حكومت د عزم پخلر وكړو دغسې چې د پاکستان معاشي صلاحيت په بشپړه توګه په كار راوستلے شي۔

مزید خبریں