ډھاكه 21 جنوري (اے پي پي) د بنګله دېش اليكشن كميشن وئيلي دي په فرورۍ مياشت كښې كيدونكو ټولټاكنو كښې به نزدې دوه زره كانديدان برخه اخلي۔شنهوا له مخې اليكشن كمېشن د نهې په ورځ د نامزدګۍ كاغذاتِ جمع كوونكو ، جانچ پړتال، اپيلونو او د كانديدانو حتمي فهرست بشپړولو نه بس تازه شميري جاري كړې دي۔ كاغذات اسغتو آخري نيټې نه پس يو سركاري اهلكار تصديق كړے چې دا …
بنګله دېش كښې په 12 فروري ټولټاكنو كښې به 2 زره كانديدان برخه اخلي۔اليكشن كمېشن

مزید خبریں
ډھاكه 21 جنوري (اے پي پي) د بنګله دېش اليكشن كميشن وئيلي دي په فرورۍ مياشت كښې كيدونكو ټولټاكنو كښې به نزدې دوه زره كانديدان برخه اخلي۔شنهوا له مخې اليكشن كمېشن د نهې په ورځ د نامزدګۍ كاغذاتِ جمع كوونكو ، جانچ پړتال، اپيلونو او د كانديدانو حتمي فهرست بشپړولو نه بس تازه شميري جاري كړې دي۔ كاغذات اسغتو آخري نيټې نه پس يو سركاري اهلكار تصديق كړے چې دا مهال هېواد كښې 300 كښې په 298 حلقو كښې 1,967 كانديدان برخه اخلي۔پاتي د دوو حلقو فهرستونه حتمي كيدو نه پس به د كانديدانو مجموعي شميره نوره هم ز ياته شي۔اليكشن كمېشن له مخې دغه دوو حلقو كښې د حلقه بندۍ په اړه قانوني شخړې په سوب د كانديدانو د كاغذات بېرته اغستو نيټه تر 26 جنوري زياته شوي وه۔كمېشن وئيلي دي په 12 فروري كيدونكو ټاكنو لپاره 69 ريټرننګ افسرانو نه نزدې 3 زره كاغذاتِ د نامزدګي ترلاسه شوي وو۔دا خبره دې ياده وي چې اليكشن كمېشن تيره مياشت اعلان كړې ؤ چې اګست 2024 كښې د پخوانۍ وزيرِاعظمي شيخ حسينه استعفي وروكولو او هېواد پرېښودلو نه پس دې ټاكنو لپاره 127 مليونه څخه زيات ووټرز رجسټر كړے شوي دي ۔










