زيورخ ۔ 20 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ورلډ اکنامک فورم په 56 مه كلنه غونډه كښې ګډون لپاره سوئټزرلينډ ته رسېدلے دے ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د زيورخ په نړيوال هوائي مېدان په جنيوا، ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل نمائنده محمد بلال، په سوئټزرلينډ كښې د پاکستان سفير مرغوب سليم او په سوئټزرلينډ كښې د پاکستان …
وزيراعظم شهباز شريف د ورلډ اكنامك فورم 56 م كلنه غونډه كښې ګدون لپاره سوئټزر لېنډ ته ورسېد

مزید خبریں
زيورخ ۔ 20 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ورلډ اکنامک فورم په 56 مه كلنه غونډه كښې ګډون لپاره سوئټزرلينډ ته رسېدلے دے ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د زيورخ په نړيوال هوائي مېدان په جنيوا، ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل نمائنده محمد بلال، په سوئټزرلينډ كښې د پاکستان سفير مرغوب سليم او په سوئټزرلينډ كښې د پاکستان سفارتي عملې د وزيراعظم هركلے وكړو۔ په ورلډ اکنامك فورم په غونډه كښې ګډون لپاره نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټرمحمد اسحاق ډار، وفاقي وزيران احد خان چيمه، محمد اورنګزيب ، عطاء الله تارړ، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم وزيراعظم سره ملګري دي۔ وزيراعظم به د ورلډ اکنامک فورم د 56 مې غونډې په مختلف سېشنز كښې ګډون كوي۔ په غونډه كښې د وزيراعظم بېلو نړيوالو مشرانو سره ملاقاتونه هم متوقع دي۔ وزيراعظم به د پاکستان په كوربتوب او د ورلډ اکنامک فورم په شراکت دارۍ كښې كېدونكي بزنس راونډ ټيبل كښې هم ګډون كوي۔ وزيراعظم به په ورلډ اکنامک فورم كښې د پاکستان د معاشي استحکام په حواله په جاري اصلاحات او د پاكستان په ښه كېدونكو معاشي اشارو رڼا اچوي۔وزيراعظم به د پاکستان استحکام په اړه ټرپل او پروګرام (آرډر، آپرچونيټي، آپټيمائزيشن) باندې هم خبرې كوي۔











