حيدرآباد 20 جنوري (اے پي پي) د كلتور او قامي ورثه وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي او د وفاقي سيکرټري اسد الرحمن ګېلاني د انسټيټيوټ آف سندھيالوجي دورہ كړې او وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر فتح محمد مري او ډائريکټر سندھيالوجي ډاکټر فياض لطيف سره د ملاقات نه وروسته يې د ميوزيم، كتابتون او د ادارې د نورو څانګو معائنه كړې۔ وفاقي وزير هلته محفوظ تاريخي نوادرات، كلتوري او تهذيبي ورثه …
وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي د انسټيټيوټ آف سندھيالوجي دورہ، تاريخي نوادرات، كلتوري ورثه او د 600 كالو د قرآنِ پاك زړې نسخې ستائنه
حيدرآباد 20 جنوري (اے پي پي) د كلتور او قامي ورثه وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي او د وفاقي سيکرټري اسد الرحمن ګېلاني د انسټيټيوټ آف سندھيالوجي دورہ كړې او وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر فتح محمد مري او ډائريکټر سندھيالوجي ډاکټر فياض لطيف سره د ملاقات نه وروسته يې د ميوزيم، كتابتون او د ادارې د نورو څانګو معائنه كړې۔ وفاقي وزير هلته محفوظ تاريخي نوادرات، كلتوري او تهذيبي ورثه ، د نوموړو شخصيات جوړ كړي کارنرز او د علمي خزانې په زړه پورې معائنه وكړه او د دي د غوره ترتيب او پالنې يې ستائنه وكړه۔ وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي په دې موقع ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل سندھيالوجي نه يوازې سندھ بلكې د پاكستان ډېره علمي، ادبي، تاريخي او كلتوري ادارہ ده٬٬ په اداره كښې ناٶياته تاريخي، كلتوري او ادبي ورثه په ښه ډول محفوظ كړې شوې ٬ ده ووئيل په ريسرچ كتابتون كښې د قرآن پاك 600 كلنه زړې نسخې سره سره نور تاريخي او ناوياته كتابي او قلمي مواد موجود دي٬ د دې په ليدلو ډېر متاثره شوم۔ ده ووئيل د سندھيالوجي په څېر ادارې زمونږ قېمتي اثاثه دي د كومو ترقي او ترويج چې زمونږ د ټولو مشتركه ذمه واري ده ٬ زه به د خپل وزارت لخوا د ادارې بهترۍ لپاره د هر ډول ممكنه مرستې هڅه كوم او په دې لړ كښې به د وائس چانسلر ډاکټر فتح محمد مري او د ډائريکټر سندھيالوجي ډاکټر فياض لطيف سره په ګډه تفصيلي تګلاره جوړولې شي ۔ ده ووئيل مونږ به ډېر زر په اسلام آباد كښې په قامي كچه علمي٬ ادبي او كلتوري كنفرنس كوٶ چې پكښې به سندھيالوجي ته هم د ګډون كولو بلنه وركولې شي چې سره سره به مونږ هڅه كوٶ چې سندھيالوجي به په اسلام آباد كښې د خپلو تاريخي او كلتوري څيزونو نندارتون وكړي دغسې چې په دې تاريخي او تهذهبي اداره كښې محفوظ مهمه اثاثه معارفي كړې شي ۔ ده ووئيل په داسې پروګرامونو كولو كښې به سندھيالوجي سره هر ډول ممكنه مرسته كولې شي۔ د دې نه وړاندې پروفيسر ډاکټر فتح محمد مري د وفاقي وزير او وفاقي سيکرټري سندھ پوهنتون ته په راتګ هركلے وكړو او د وفاقي وزير دوره يې د جامعه سندھ مهمې ادارې “انسټيټيوټ آف سندھيالوجي” لپاره ګټوره وګرځوله ٬ په دې موقع ډائريکټر مېلمنو ته د سندھ كلتوري علامت اجرك ډالۍ كړو۔ په دې موقع د پاکستان نيشنل کونسل آف آرټس اسلام آباد ډائريکټر جنرل محمد ايوب جمالي، ډائريکټر جنرل ډپارټمنټ آف آرکيالوجي اينډ ميوزيم اسلام آباد امان اللہ او پرو وائس چانسلر مين کيمپس پروفيسر ډاکټر سيد عبدالستار شاہ هم موجود وٶ۔












