حكومت د وكيلانو ښګړې٬ وظيفائي تربيې او د بار ادارو مضبوطيا لپاره هر ممكنه اقدامات كوي۔ اعظم نذير تارړ

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي وكيلان په عدالتي نظام كښې د ملاتير حېثيت لري او حكومت د وكيلانو ښګړې٬ وظيفائي تربيې او د بار ادارو مضبوطيا لپاره هر ممكنه اقدامات كوي۔ د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې وفاقي وزير دا خبره د اسلام آباد بار ايسوسي ايشن، د ګجرات بار ايسوسي ايشن او مري …

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي وكيلان په عدالتي نظام كښې د ملاتير حېثيت لري او حكومت د وكيلانو ښګړې٬ وظيفائي تربيې او د بار ادارو مضبوطيا لپاره هر ممكنه اقدامات كوي۔ د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې وفاقي وزير دا خبره د اسلام آباد بار ايسوسي ايشن، د ګجرات بار ايسوسي ايشن او مري بار ايسوسي ايشن پلاويو سره په جلا جلا ملاقات كښې وكړه ٬ په دې ملاقاتونو كښې وكيلانو ته په رامخې ته مسئلو، اداره جاتي ترقۍ او د سهولتونو وركولو په چارو تفصيلي خبرې وشوې۔ د اسلام آباد بار ايسوسي ايشن پلاوي مشري راجه رضوان عباسي كوله دغسې چې د ګجرات بار ايسوسي ايشن پلاوي وفاقي وزير د خپلو مسئلو نه خبر كړو او وفاقي وزير د نادرا ډېسك جوړولو٬ د بار رومز د رنګ روغن او بار فنډ وركولو باور وركړو۔ په دې موقع د مري بار ايسوسي ايشن پلاوي هم خپلې مسئلې وراندې كړې او وفاقي وزير د بشپړ مرستې او د مسئلو حل لپاره په پرله پسې رابطه كښې د پاتې كېدو باور وركړو

مزید خبریں